لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټايټن ابدوز ملبه او ممکنه انساني باقيات تر لاسه شوي دي


په بحر اوقیانوس کې د تباه شوي ټایټنک جهاز کتنې لپاره د سېلګرو د وړونکي ابدوز ملبه او پکې د موجودو پينځه کسانو د وجودونو ممکنه باقيات د سمندر د تل څخه د کېنېډا ساحل ته منتقل کړی شوي دي.

رویټرز خبري ادارې د امریکايي کوسټ ګارډ له قوله ويلي، د تباه شوي ټايټن ابدوز ټوټې او په ابدوز کې په ممکنه توګه د موجودو کسانو باقيات د پېښې د ځای څخه 400 کلوميټره لرې شمال پله کېنېډا ته منتقل کړی شوي دي.

امريکايي کوسټ ګارډ ویلي، د تر لاسه شوو موادو تجزيه او پلټنې به یې کولی شي.

په ابدوز کې د ټایټینک نندارې له سمندر ته تللو پينځه کسانو کې دوه تنه شهزاده داود او د هغه زوي سلیمان داود پاکستاني وګړي هم شامل وو چې په لندن کې یې ژوند کولو.

سمندر ته په سېلګرۍ وتلي ابدوز د ځمکې سره رابطه د روانېدو يو ساعت او 45 دقيقې وروسته قطع شوې وه.

امریکايي کوسټ ګارډ ويلي طبي پوهان به د ترلاسه شوو انساني باقياتو تجزيه کوي خو د ترلاسه شوو باقیاتو تفصيل یې نه دی ویلی.

په کېنېډين براډ کاسټ کارپورېشن نن د شورو/ چهارشنبې په سهار د کرېن د لارې ترلاسه شوی ابدوز ښکاره کړی شوی دی. په ويډيو د ټايټن يوه ټکړه او مشينري هم ښکاره کړی شوې ده.

ويل شوي هيله کيږي چې د ترلاسه شوې ملبې د لارې به د پېښې پلټنې وشي.

د کېنېډا ټرانسپورټېشن سېفټي بورډ [ټي اېس بي] په خپلو پلټنو کې ويلي، تحقيقات کوونکو یې د ټايټن د کېنېډا جهاز پولر پرنس د عملې نه ابتدايي پوښتنې پوره کړي او د جهاز د سفر ريکارډ یې هم په لاس کې اخستی دی.

د تباه شوي ابدوز رابطه چې په 18 جون قطع شوې مواد یې د پېښې څلور ورځې وروسته د ټايټېنک د ملبې نه خواوشا 1600 فټه لرې د سمندر په تل کې موندل شوې ده.

[خبر د رویټرز څخه اخستل شوی دی].

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG