لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېټو په راتلونکې غونډه کې به د چین د زیاتېدونکي اغیز په قابو کولو غور کېږي


واشنګټن - د نېټو مشران به په لېتوانيا کې کېدونکې غونډه کې د چين د زياتېدونکي اثراتو قابو کولو په اړه غور کوي بلخوا ترکي په نېټو کې د سويډن په شامېلدلو نيوکې کوي او وايي ترڅو چې د ترکي غوښتنې نه وي منل شوي په نېټو کې د سويډن د شامېلدلو ملاتړ به نه کوي

په اوکراین کې روان جنګ په تاېوان کې د تاوتريخوالي نه په ډېره فاصله دی خو په سياسي توګه نزدې تړون لري، د نېټو سېکټري جنرل سټولټن برګ تېر کال په ټوکيو کې ويلي و،

"که صدر پوتین په اوکراین کې جنګ وګټلو نو دا به نورو ډېکټېرانو ته دا پېغام ورکړي چې هغوي په زور خپل مرام اخيستلی شي،‌ دا خطرناکه خبره ده چين دې ته د نزدې نه ګوري او کېدای شي چې خپلې راتلونکې فېصلې د دې په رڼا کې وکړي"

که د چين صدر شي په تايوان يرغل وکړو نو امريکا او ناټو به په دغه شخړه کې ښکېل کېږي نو ځکه نېټو ته د وړاندې نه په دې اړه منصوبه بندي کول پکار دي.

تېر کال په مېډرډ کې شوې امنيتي غونډه کې چين د يورپ او اټلانټک سيمو د پاره لوي خطر بلل شوی و، سږ کال د لېتوانيا په وېلنيس ښار کې کېدونکې غونډه کې پکار ده چې مشران د چين په ضد عملي پرېکړه کېږي.

د تاېوان د شخړې سره سره په چينايي سمندري سيمو کې د آزاد تګ راتګ د مسلو سره سره چين په يورپ کې هم خپل اثر رسوخ زيات کړی او هلته د ۵ جي نېټ ورک او نورو يو شمېر منصوبو نېټو او غړي هېوادونه اندېښمن کړي دي،د اټلانټ کونسل څيړونکې آنکا اګاچي وايي، دغه يوه حقيقي اندېښنه ده،

" د انټرنېټ او هاېبرډ عملياتو سره سره په يورپ کې د چين زياتېدونکی سياسي اثر هم د فکرمندۍ وړ دی"

اکثره يورپي هېوادونه د چين په سرمايه کارۍ او تجارت ډېره اړه لري هرڅه که د چين زياتېدونکي اثرات نېټو د نړۍ لپاره خطر ګڼي خو د دغې د مخنيوي په اړه نېټو غړي په يوه خله نه دي،

اخوا ترکي په نېټو کې د سوېډن د شامېلېدلو مخالفت کوي او وايي‌ ترهغې به يې نه مني ترڅو د ترکي غوښتنې نه وي منل شوي.

هر څه که صدر باېډن د نېټو له غونډې وړاندې د سويډن د وزيراعظم اولف کرسټرسن سره د ملاقات په وخت په نېټو کې د سويډن د شامېلدلو ملاتړ وکړو.

په ترکي نړيوال دباو دی چې د سويډن په نېټو کې د شامېلدو ملاتړ اوکړي خو ترکي وايي‌ سوېډن دې د پي کی کی ډلې په ضد ګامونه واخلي،‌چې امريکا او يورپي يونين ترهګر ګرځولي او په ترکي کې ترهګري کوي.

څيړونکي وايي په ورستيو کې په سويډن کې د قران د سوځولو په مسله هم د سويډن حکومت غلی دی چې ورسره د ترکي تعلقات لا زيان من شوي دي.

د ترکي او سوېډن سفارتکارانو تېره ورځ‌ دنېټو د استازو سره ليدل کتل کړي‌ چې دغه مسله اواره کړي د نېټو جنرل سېکټري وايي‌ په خبرو کې په مخ تګ شوی خو مسله لا هواره شوې نه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG