لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي پوځ ويلي، په شام کې یې د داعش مشر وژلی


د امریکې مرکزي کمانډ [سينټکام] د اتوار په ورځ ویلي، د شام په ختيځ کې یې په هوايي بريد کې د داعش يو مشر وژلی دی.

سينټکام ويلي، د داعش مشر اسامه المهاجر د جمعې په ورځ په هوايي بريد کې په نخښه کړی شوی دی.

د سینټکام مشر جنرل مایکل کوریلا ويلي، "روښانه کړې مو ده چې په سيمه کې داعش د ماتې ورکولو دپاره ژمن يو".

هغ ويلي، داعش نه يواځې د سيمې بلکې د لرې پورې ګواښ دی.

د سينټکام په بيان کې ويل شوي، داعش ته د تل پاتې ماتې ورکولو دپاره به په عراق او شام کې د ملګرو ځواکونو سره په ګډه عمليات دوام لري.

امریکايي پوځ د اتوار په ورځ ویلي، د جمعې په ورځ د داعش د مشر د وژنې په عملياتو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو بيا هم د ملکي خلکو د ژوبلېدو د خبرونو ارزونه کوي.

سينټکام ويلي، د جمعې په ورځ د داعش په مشر د MQ-9 ډرون د لارې بريد شوی دی. ویل شوي ياد ډرون د برید نه وړاندې د دوه ساعتو پورې د روس الوتکو ځورولی يا یې مخه نیولې وه.

روس د شام د صدر بشار الاسد د رژيم نزدې ملګری دی.

داعش په کال 2014م کې د شام او عراق درېمه برخه نيولې وه خو يادې ډلې ته بیا په دواړو هېوادونو کې ماتې ورکړی شوې وه.

خو داعش بيا هم بريدونه کوي.

[په خبر کې ځينې معلومات د اې پي، رويټرز او اې اېف پي څخه اخستل شوي]

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG