لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنجاب مظفر ګړ سیمه کې درې خویندې له تښتول کېدو وروسته وژل شوي دي


پولیس وایي، د پاکستان د پنجاب ایالت په مظفر ګړ سیمه کې د دریو ماشومانو خویندو مړي له تښتول کیدو وروسته په داسې حال کې موندل شوي چې مرۍ یې په چاړه غوڅې کړل شوې دي.

د مظفر ګړ د پولیسو ضلعي افسر یا ډي پي او سید حسنین حیدر ویلي، پولیسو ته اطلاع ورکړل شوې وه چې دا درې خویندې د ګل یا دوشنبې په ورځ د تهرمل کالونۍ نه بې درکه شوې وې .

د پولیسو په وینا د وژل شوؤ جینکو عمرونه د 7 اؤ 11کالو ترمنځ دي اؤ د هغوي ورور پولیسو سره د رپورټ جمع کولو په وخت ویلي چې دوه خویندې یې د کور ترڅنګ یو پارک ته د لوبو کولو لپاره تللې وې چې بیا تر ناوخته کور ته راستنې نه شوي.

د وژل شوؤ جینکو ورور پولیسو ته ویلي چې کله یې دریمه خور د ورکو خویندو په لټون پسې له کوره ووتله نو هغه هم بیا کور ته راستنه نه شوه.

د مظفراباد ضلعې د پولیسو مشر سید حسنین حیدر بیلابیلو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې پولیسو کله ددغو ورکو جینکو لټون پیل کړو نو د هغوي مړي یې د کور تر څنګ په یو خوشې کور کې وموندل.

پولیسو ویلي چې ددغو دریوؤ واړو خویندو مرۍ په چاړه غوڅې کړل شوي دي اؤ د ابتدایي پلټنو نه ورته دا معلومه شوې ده چې هغوي خپل سکه ورور وژلي دي.

دپولیسو مشر حسنین حیدر ویلي پولیسو د وژل شوؤ جینکو ورور نیولی اؤ دهغه نه یې پلټنې پیل کړې دي.

د پنجاب صوبې نګران وزیراعلا محسن نقوي ددې پېښې په سخته نوټس اخستی او پخپل یو بیان کې یې پولیس چارواکو ته امر کړی چې باید زر تر زره دې پېښه کې ککړ کسان ګرفتار اؤ د قانون منګولو ته راکش کړي.

تر دې پېښې یوه اوونۍ وړاندې د خېبر پښتونخوا په صوابۍ ضلعه کې د عریفه نور په نوم د شپږو کالو یوه وړه ماشومه دجنسي تېري د هڅې په مهال دسیمې د یو شپاړس کلن زلمي لخوا په چاړه ذبح کړل شوې او وژل شوې وه.

پولیسو دغه پېښه کې ککړ ملزم نیولی و او هغه پولیسو ته منلې وه چې غوښتل یې په یاده ماشومه جنسي تیری وکړي خو هغې چغې وهلې نو ځکه ده له دې ویرې ذبح کړه چې چاته حال ونه وایي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې په ماشومانو دتشدد او جنسي تیري د پېښو لړۍ زیاته چټکه شوې ده او په اکثره پېښو کې له جنسي تیري وروسته ماشومان په بې دردرۍ سره وژل شوي هم دي.

د ماشومانو د حقونو اړوند ادارې ساحل د رپورټ ترمخه تېر کال په 2022م کې پاکستان کې په ماشومانو د تشدد 4253 پېښې په ملکي ورځپاڼو کې رپورټ شوي چې پکې په ماشومانو د جنسي تیريو، تښتولو او په زوره ودونو پېښې شاملې دي، ويل شوي تېر کال په ماشومانو د تشدد په پېښو کې 33 فيصده اضافه شوې ده.

ساحل په خپل رپورټ کې ويلي تېر کال 2123 ماشومان د جنسي تيريو د پېښو ښکار شوي، او 81 ماشومان د جنسي تيريو د پېښو وروسته وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG