واشنګټن - د اسرایلو صدر ايساق هرزوګ له امریکې څخه د خپل سفر په وخت هڅه کړې چې د اسرایل له ملاتړي واشنګټن سره، چېرې چې د وزیر اعظم نتن یاهو تګلاره له نیوکو سره مخ ده، تاوتریخوالی راکم کړي.
د امریکې کانګرس ته د وینا پر وخت د اسرایلو صدر ايساق هرزوګ ته له هرې خوا د هرکلي څخه داسې ښکارېدل چې د امریکې او اسرایل تعلقات تر ټولو زیات مضبوط دي خو هرزوګ نه شو کولی چې دغه فشار د پامه وغورځوي.
"د دې معزز ایوان د محترمو غړو په شمول د ملګرو ترمنځ د ځینو نیوکو نه زه بې خبره نه یم. که هرڅه ضروري نه ده چې یو تن به هر وختې د دې سره اتفاق کوي خو زه په خاصه توګه د ملګرو له خوا نیوکو ته احترام لرم."
وایټ هاوس کې د هرزوګ سره د ملاقات په وخت صدر بایډن له یهودي ریاست سره په خپل ژور تړون زور راوړی او دا يې نه ماتیدونکی بللی.
خو دا هم یو حقیقت دی چې د حکومتي مشر، وزیراعظم نیتن یاهو په ځای د اسرایل صدر چې یو علامتي مشر دی هغه وايټ هاوس او کانګرس ته د وینا د پاره رابلل شوی دی.
دا د امریکې او د اسرایل د اوسني حکومت ترمنځ د ژور تاوتریخوالي څرګندونه کوي.
د هرزوګ د سفر یوه ورځ مخکې، نتن یاهو چې اووه میاشتې وړاندی یو وارې بیا واک ته راغلی، ایا صدر بایډن نتن یاهو ته په ناڅرګند ځای او وخت باندی د ملاقات بلنه ورکړې ده.
له اسرایل پالېسي فورم څخه نېمرود نوېک وايي،
په اسرایل کې وزیراعظم تر هغې وزیراعظم نه وي تر څو چې ده د وايټ هاوس سفر نه وي کړی. په روایتي توګه به کله هم چې چا سوګند پورته کړ په یو څو هفتو کې به دی رابلل کیدلو.
صدر بایډن نیتن یاهو ته خبرداری ورکړی چې د ولسي یوالي پرته او په پراخه کچه د احتجاجونو باوجود د اسرایل په عدالتي نظام کې د بنیادي اصلاحاتو په وجه دې د اسرایل جمهوریت کمزوری کوي.
بایډن د نیتن یاهو په ایتلافي حکومت کې د تندروه غړو په شاملولو هم خپلې اندیښنې څرګندی کړې دي.
مایکل اورېن د صدر اوبامه په وخت کې د امریکې د پاره د اسرایل سفیر و.
په امریکا کې د اسرایل پخوانی سفير ماېکل اورېن
"ستونزه د اصلاحاتو ښکاري. خو زما په خیال مسلې ژورې دي. ژورو ستونزو کې، د دې حکومت دریځ دی چې دوي يې د فلسطينیانو په اړه لري او د دواړو هیوادونو د حل په اړه يې لري چې امریکا يې اوس هم ملاتړی دی او بیا د بېن ګېور او سموټریک غوندې د وزیرانو ټاکل چې بیخې دې انتظامیې ته د منلو وړ نه دي بلکه زما په خیال یوې انتظاميې ته هم د منلو وړ نه دي."
د خپل سفر په وخت صدر هرزوګ هڅې کړي چې د امریکې مشرانو ته باور ورکړي چې د اوسني اړي ګړي باوجود د اسرایل جمهوریت مضبوط دی.
ایا دا سفر به کافي وي، چې د بایډن او د نیتن یاهو د حکومت ترمنځه فاصلې ختمې کړي، ځواب به يې وخت رامخې ته کوي.