واشنګټن – په هند کې د ځمکې ښویدنې په پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۶ ته لوړ شوی دی.
یو چارواکي د خالي یا شنبې په ورځ ویلي، "د څلورو مړو له موندل کېدو سره اوس د ځمکې ښویدنې په پېښه کې د مړو شمېر ۲۶ ته رسېدلی."
د دریو ښځو او یو سړي مړي اېرشلوادي په نامه یو کلي کې موندل شوي چې له ممبیي څخه د ۸۰ کیلومترو لېرې دی.
ددغه کلي ځینې کورونه نیمه او یا په بشپړه توګه هغه وخت ویجاړ شول کله چې پرې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ځمکه وښوېدله.
چارواکو ویلي، د ګڼو نورو ورک شویو کسانو د موندنې لپاره د پلټنې عملیات دوام لري.