واشنګټن - ګلوبل هنګر انډکس (GHI) د نهې/سې شنبې په ورځ [د جولائی 25مه) په پاکستان کې د خلکو د لوږې ارزولو تازه رپوټ خپور کړی چې ترمخه یې دا ملک د 2022 کال د راغونډو شوو اطلاعاتو ترمخه، د 121 ملکونو ترمنځ، په نهه نېویم (99) نمبر راغلی دی. د جي ډي آی لست کې چې هرڅومره یو ملک په جګ نمبر راشي، هماغومره هغه ملک کې لوږه ډېره وي.
ګلوبل هنګر انډکس (GHI) په عالمي، سیمه ییزه او د ملکونو په کچه د لوږې ارزولو او اندازه کولو سیسټم دی.
د جي اېچ آی د رپوټ ترمخه، د دوی په ارزونه کې پاکستان ته 26.1 پواینټونه مېلاو شوي او دا شمېره په هغه ډله کې راځي چې د سنجیده لوږې کچه څرګندوي.
په کال 2006 کې پاکستان د جي اېچ آی په ارزونه کې 38.1 پواینټونه اخستي و. دا ښيي چې پاکستان په تېرو شپاړسو کلونو کې د ګلوبل هنګر انډکس (GHI) د نظره، د لسو نه زیات پواینټونه یې کم شوي او لوږه د پخوا په نسبت کمه شوې ده، مګر بیا هم د سنجیده “Serious” په کچه کې ده. د ارزونې ترمخه، که یو ملک ته صفر پواینټ مېلاو شي، په دې معنا ده چې هلته د لوږې مشکل هېڅ نشته.
جي اېچ آی په یو بیان کې ویلي دي چې له یوې خوا وسله والې شخړې او جګړې، د بلې خوا موسمي بدلون او د کرونا عالمي وبا په ټوله دنیا کې اته سوه و اته ویشت (828) میلینه انسانان د لوږې سره مخامخ کړي دي.
رپوټ دا هم وایي چې که حالات همداسې دوام ولري، نو تر 2030 کال پورې به شپږ څلوېښت (46) ملکونه، نه صرف دا چې د لوږې په مکمله ختمولو کې به پاته راشي، بلکې دې کې به هم ناکامه پاته وي چې د خپلو خلکو د لوږې کچه ټیټه کړي.
په رپوټ کې افریقه او جنوبي ایشیا یو ځلي بیا د نړۍ هغه سیمې بللی شوي چېرته چې د لوږې کچه ډېره لوړه ده.
د ګلوبل هنګر انډکس د ارزونې ترمخه، په 121 ملکونو کې، افغانستان په 109 نمبر راغلی، چې حالت یې تر پاکستان خرابه دی. د ارزونې پر مهال، افغانستان ته 29.9 پواینټونه ورکړی شوي او هلته کې هم د لوږې کچه سنجیده بللې شوې ده.
بل اړخ ته پاکستان کې د لوږې کچه په داسې وخت کې سنجیده بللی شوې چې دا ملک د سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی او لوی قرضونه یې هم اخستي دي.
په دې وروستو کې آی اېم اېف یا نړېوالې مالیاتي ادارې پاکستان ته د درې اربه ډالرو د قرضو د نوي پروګرام منظوري ورکړله، مګر اقتصاد پوهان وایي چې دا قرضې به صرف په پاکستان باندې موجوده فشارونه کم کړي، خو په آینده کې بیا هم پاکستان ته ستونزو سره مقابله په کار ده.