لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته د چین د مرستیال صدر سفر، اسلام اباد کې د دوؤ ورځو عامه رخصتي اعلان کړل شوې ده


ټاکل شوې ده دچین مرستیال وزیر اعظم هي لیپنګ سبا د اتوار په ورځ دپاکستان په یو ورځني سفر پلازمینې اسلام اباد ته رسیږي خو دهغه دسفر نه وړاندې حکومت پلازمینه اسلام اباد کې د دوؤ ورځو سرکاري رخصتي اعلان کړې ده.

دپاکستان دخارجه دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوچ پخپل یو بیان کې ویلي دچین مرستیال وزیراعظم هي لیفینګ پاکستان ته دا سفر دپاکستان دحکومت په بلنه کوي اؤ هغه به د30م جولایي نه تر 1 اګست په پاکستان کې وي.

ویاندې ویلي چې دچین مرستیال وزیراعظم به دسي پيک په 10کلنه دستوره کې دمشر میلمه په توګه برخه اخلي اؤ ددې ترڅنګ به دهیواد د صدر اؤ وزیراعظم سره لیدنې هم کوي.

په عین حال کې پاکستاني رسنۍ وایي چې اسلام اباد ته دچین دمرستیال صدر د سفر له امله حکومت په پلازمینه اسلام اباد کې په 31جولایي اؤ 1 اګست د دوؤ ورځو عامه رخصتي اعلان کړې ده.

رسنۍ وایي په دغو دوؤ ورځو کې به د اسلام اباد دننه اسکولونه،کالجونو اؤ دفترونه تړل شوي وي .

داسلام اباد د انتظامیې ویاند رسنیو ویلي چونکې د چین دمرستیال صدر اسلام اباد کې د موجودیت په مهال به پلازمینه کې سخت حفاظتي ګامونه اخستل شوي وي نو له امله انتظامیې عامه رخصتي اعلان شوې ده.

پاکستاني رسنیو ویلي اسلام اباد ته دسفر په مهال به دچین مرستیال صدر هي لیپینګ پاکستان سره دمرستې په بیلابیلو یاداښتونو لاسلیکونه وکړي اؤ هم به یو شمیر تړونونه هم لاسلیک کړي.

د بیجنګ لخوا د پاکستان سره د تجارتي او اقتصادي اړیکو قوي کولو لویې منصوبې چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ ( سي پېک) لس کاله پوره شول خو تر اوسه دغه منصوبې خپل مهم اهداف نه دي پوره کړي.

سي پېک د چین د بېلټ او روډ منصوبې لومړۍ بېلګه وه چې تر مخه یې په اسیا او وراخوا د بېلینونو ډالرو اډانه جوړه کړي. د دغه منصوبې پېل د بي ار ايي لومړی لوې ګام وو. د منصوبې لاندې د توانایۍ د پروژو لپاره 35 بېلینه ډالره او د ټرانسپورټېشن یا مالدارۍ لپاره د 10 بېلینه ډالرو ژمنې شوې وې.

روانه میاشت د سي پېک منصوبې د لسو کالو پوره کیدو یوې یاد غونډې ته د وینا په وخت د پاکستان د پرمختیا او منصوبه بندۍ وزیر احسن اقبال ویلي، د منصوبې د 25 بېلینه ډالرو برخه کار سر ته رسېدلی او حکومت اوس د هغه منصوبو سر ته رسولو ته مخه کړې کومې چې په کال 2020م کې پوره کېدل وو.‌

احسن اقبال زیاته کړې د توانایۍ 13 منصوبې، او د 4000میګاواټه بجلۍ د خورولو لاېنونه (تارونه) هم غځول شوي.

د سي پېک په پېل کې د پاکستان حکومت اټکل کړی وو چې دوي ته به د بجلۍ ضرورت پوره کولو لپاره 4000مېګاواټه بجلي پکار وي چې د هیواد ضرورت پوره کړي. چارواکو اندازه لګولې د سي پېک منصوبه دا مهال د پاکستان د بجلۍ مرکز ( ګرېډ سټېشن) ته په دریو کې یوه برخه ورکوي.

احسن اقبال د منصوبې لاندې جوړ شوي مهمو سړکونو او بندرونو یادونه هم کړې. نوموړي زیاته کړې: ٫٫ سي پېک منصوبې د پاکستان د شمال نه تر جنوبه د ټرانسپورټ لوې لارې سمې کړي او د بندرونو، اېرپورټونو، سړکونو، او د لاهور اورنج مېټرو لاېن په شان منصوبو کې د پاکستان مرسته کړې.٬٬

دپاکستان ایکسپریس ټریبیون رسنۍ پخپل رپورټ کې وایي دپاکستان اؤ چین ترمنځ د ریل دپاټلۍ د دوه غبرګه کولو دمنصوبې ایم ایل ون دمالیاتو په اړه معاملې هم سرته رسېدلې دي اؤ په دې منصوبه به د اګست په وړومبۍ اوونۍ کې لاسلیکونه وشي.

په ایم ایل ون منصوبه به شپږ نیم اربه ډالر لګښت کیږي اؤ ایکسپریس پخپل رپورټ کې ویلي چې دپاکستان دپلان جوړونې وزیر احسن اقبال دچین چارواکي ددې منصوبې لګښتونو راکمولو ته قایل کړي دي.

تر دې وړاندې په دې منصوبه دمصرف کیدونکو پیسو اندازه اته اربه ډالر لګول شوې ده خو دا بیا شپږ نیمو اربو ډالرو ته راکوزه کړل شوې وه .

په منصوبه لګیدونکو پیسو کې به 15فیصدي پاکستان ورکوي.

دمنصوبې له مخې به د کراجۍ نه تر پېښوره د ریل 1733 کلو میټره اوږده پاټلۍ دوه غبرګې کولی شي اؤ ددې ترڅنګ به ځای پځاي د ریل دپاټلۍ ترڅنګ دسګنلو اؤ ټيلي کام عصري نظام لګول کیږي.

ټاکل شوې ده چې کله دا عصري اسانۍ د ریل په پاټلۍ رامنځته شي نو په دې پاټلۍ به بیا ریل په یو ساعت کې 160کلومیټره منډه وهي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG