واشنګټن – د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هکان فېدان د خالي یا شنبې په ورځ له ډنمارک څخه غوښتي چې د قران شریف د سوځولو د مخنیوي لپاره دې په بیړه ګام پورته کړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو یوې سرچینې ویلي، چې فېدان له خپل ډنمارکي سیال لارس لوک راسموسن سره په ټیلیفوني خبرو کې " د قران پرضد دوامداره ناوړه بریدونه" غندلي دي.
سرچینې ویلي، چې فېدان راسموسن ته ویلي، چې دا د منلو نه دي چې د بیان د ازادۍ تر نامه لاندې دې داسې کارونو ته اجازه ورکړل شي.
راسموسن د خالي یا شنبې په ورځ په ټولنیزې رسنۍ اېکس چې پخوانی ټوېټر دی لیکلي، "ترکي او ډنمارک نېږدې متحدین دي. دا مهمه ده چې اجازه ور نه کړل شي چې داسې کارونه د دواړو ترمنځ بېلتون راولي.
هغه یو ځل بیا د ډنمارک هغه دریځ تکرار کړی، چې "د څو کسانو لخوا داسې پارونکي اقدامات په کلکه غندي."
دغه څرګندونې وروسته له هاغې شوې چې د اسلام پرضد د فعالانو یوې وړې ډلې د نهې یا سې شنبې په ورځ په پلازمېنې کوپن هېګن کې د مصر او ترکیې سفارتونو مخې ته قران شریف ته اور واچوه.
تر دې مخکې په سویډن کې د قراق شریف د سوځولو پرضد په دې وروستیو کې په ډنمارک او سویډن دواړو کې لاریونونه شوي.
ډنمارک او سویډن د اسلام د سپېڅلي کتاب سوځول غندلي خو ویلي چې دوی د بیان د ازادۍ له امله نشي کولای د هغې مخه ونیسي.