د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وایي دده حکومت به په هیواد کې د ترهګرۍ د مخنیوي اؤ د امنیت ټینګښت لپاره په ترجیجي بنیادونو ګامونه اخلي.
وزیراعظم کاکړ د خپل منصب تر سمبالولو یوه ورځ وروسته تېره ورځ په اسلام اباد کې د جمعیت علماء اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان کور ته ورغلی اؤ له هغه سره یې د باجوړ په ځانمرګي برید کې په اوښتې مرګ ژوبله خواخوږي ښودلې ده.
د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې نګران وزیراعظم په دغه موقع ویلي چې ترهګر په خپلو ناوړه فعالیتونو دپاکستاني قام حوصلې نه شي ماتولی اؤ قام به د ترهګرو د ناوړه ارادو د شنډولو لپاره د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ په کلکه ولاړ وي.
په 30م جولایي باجوړ کې دجمعیت علماء اسلام په یوه غونډه کې ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې 60ؤ نه زیات کسان وژل شوي اؤ نزدې 100نور ژوبل شوي وؤ. وسله والې ډلې داعش ددې برید ذمه واري پر غاړه اخستې وه.
رسنۍ وایي نګران وزیراعظم په دغه ځانمرګي برید کې د وژل شوؤ لپاره مولانا فضل الرحمان ته لاسنیوه (فاتحه) کړې ده اؤ د ژوبلو کسانو د روغې سټې دعا یې غوښتې ده.
ښاغلي کاکړ ویلي په تیر حکومت کې چې هیواد ته دبهرنۍ سرمایه کارۍ د راماتولو په غرض کوم داسانتیاؤ ورکولو کونسل (ایس آی ایف سي) جوړ شوی دهغې دسیوري لاندې به هیواد ته د بهرنۍ پانګونې راوړلو لپاره ځانګړي ګامونه اخستل کیږي.
دحکومتي اعلامیې له مخې د غونډې په مهال نګران وزیراعظم اړوند چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې دتعلیم اؤ روغتیا په څانګو کې ولس ته دنړیوالو معیارونو په اساس اسانتیاوې برابر کړي اؤ د توانایۍ په څانګه کې هم باید داصلاحاتو روان عمل نور چټک کړل شي.
په پاکستان کې دحکومت په اییني مودې پوره کیدو دپاکستان قامي اسمبلي ماته شوې اؤ نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ اوړمه ورځ حکومتي واک اختیار ترلاسه کړی دی .
دپاکستان د ایین له مخې داسمبلۍ ماتېدو نه وروسته به الیکشن کمیشن په دریوؤ میاشتو کې دننه ملک کې نوي انتخابات کوي اؤ تر هغې به نګران حکومت ملکي چارې پرمخ وړي خو زیاتره څېړونکي اندېښنې ښایي چې په دریوؤ میاشتو کې به عام انتخابات ونه شي اؤ دنګران حکومت موده به له دریوؤ میاشتو وغځیږي.
نګران وزیراعظم انوار الحق لا نه ده واضحه کړې چې دی به دریوؤ میاشتو کې دانتخاتو په کولو واک د ولس منتخب حکومت ته وسپاري که خپل حکومت ته به نور هم دوام ورکړي؟
Forum