لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تهران او ریاض ترمنځ د کشیدګیو په کمېدو سره، د ایران خارجه وزیر د سعودي عرب په دوره تللی


د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او د سعودي عرب خارجه وزیر فیصل بن فرحان
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او د سعودي عرب خارجه وزیر فیصل بن فرحان

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د زیارت/پنجشنبې په ورځ سعودي عرب ته ولاړ، چې دا د کلونو وروستو هغه سلطنتي ملک ته د ایران د جګپوړي ډیپلوماټ اولنی سفر ګڼل کیږي. د ایران او سعودي عرب ترمنځ کشیدګۍ، د چین په وساطت کمی کړی شوي دي.

ایران او سعودي عرب د ډېر وخت راهیسي د یو بل ستر رقیبان ګڼل شوي ځکه هر یو یې دا غوښتي چې په منځني ختیځ یا مشرق وسطی کې خپل اثررسوخ ته وسعت ورکړي. امیر عبداللهیان په داسې وخت کې د سعودي عرب په دوره تللی چې د دې دوو ملکونو ترمنځ کشیدګۍ اوس مهال راکمې شوې دي، مګر بیا هم څه چلېنجونه یې په منځ کې شته، په خاص ډول د ایران د جوهري پروګرام، په یمن کې د سعودي په مشرۍ د جګړې، او په خطه کې د اوبو د لارو د امن په سر لانجې لا هم حل شوي نه دي.

بل اړخ ته ایران او سعودي عرب خپل ترمنځ د اړیکو په بیا تازه کولو سره، په ریاض او تهران کې سفارتونه پرانېستي دي. د ایران خارجه وزیر سره، د سعودي عرب دپاره د ایران نوی سفیر علي رضا عنایتي هم په سفر کې مل دی.
تر دې وړاندې سعودي عرب ته د ایران د یو خارجه وزیر سفر هغه وخت و چې پخوانی وزیر جواد ظریف په کال 2015 کې د پخواني پاچا ملک عبدالله د فاتحې د دستورې دپاره سعودي عرب ته تللی و.

په کال 2016 کې، پس د هغه چې احتجاج کوونکو په تهران کې د سعودي په سفارت یرغل وکړ، سعودي عرب د ایران سره سفارتي تعلقات ختم کړ. د هغه احتجاج نه څو ورځې وړاندې، سعودي عرب یو مشهوره شیعه ملا د شپږڅلوېښتو نورو کسانو سره تېزندۍ کړی و، چې بیا ایران کې یې په خلاف مظاهرې وشوې.

د سعودي اوسنی ولیعهد، شهزاده محمد بن سلمان، هغه وخت تازه په پیاوړي کېدو و او یو ځل یې د ایران مشر، آیت الله علي خامنه اي یې د جرمني د نازیانو مشر آډلف هټلر سره تشبېه کړی و، او دا دړکه یې هم ورکړې وه چې په ایران به حمله کوي.

د هغه نه وروستو، امریکا په یو اړخیزه توګه دایران د جوهري لوظنامې نه په کال 2018 کې ووتله. بیا په ایران باندې د یو لړ حملو تورونه ولګېدل، چې په هغه کې یو یې په کال 2019 کې د سعودي عرب په مرکزي علاقه کې د تېلو په کارخانو باندې حمله وه کوم چې د لنډې مودې دپاره یې د سعودي عرب د تېلو پیداوار ته خلل پېښ کړ.

مذهبي اختلافات هم د دوو ملکونو ترمنځ تاوتریخوالي کې کردار درلود. سعودي عرب ځان په نړۍ کې مخکښ سني مذهبه اسلامي ملک ګني، او بل طرف ته ایران ځان د شیعه مسلمانانو د حق دفاع کوونکی بولي.

خو د کرونا عالمي وبا وروستو، او پس د هغه چې امریکایي ځواکونه په غیرمنظمه توګه یودم د افغانستانه ووتل، د خلیج عرب ملکونه، په شمول د سعودي عرب، په دې سوچ پیل کړ چې د ایران سره خپل تعلقات څنګه وساتي.

په مارچ میاشت کې سعودي عرب او ایران، د چین په منځګړېتوب، په دې اتفاق وکړ چې خپل سفارتونه په تهران او ریاض کې بېرته پرانیزي.

هلته په یمن کې که څه هم جګړه لا ختمه شوې نه ده، مګر د سعودي عرب په مشرۍ ائتلاف، خپلې حملې ډېرې زیاتې راکمې کړي دي او کوښښ کوي چې د هغه جنګ نه ځان راوباسي. د یمن په سرښار صنعا کې لا هم د ایران په ملاتړ حوثي یاغیان واکمن پاته دي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG