لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس کې یو خصوصي جهاز راغورځېدلی او داسې ویل کیږي چې ممکن د وګنر ګروپ مشر پرېګوژین هم په کې مړ وي


یو خصوصي جټ جهاز د شورو/چهارشنبې په ورځ په روس کې راوغورځېد چې د بېړنیو چارو د مامورینو په وینا، په کې سپاره ټول 10 تنان مړه شوي دي. د وګنر په نوم د ملېشه ډلې مشر ییفګیني پریګوژین هم د دغه پرواز د مسافرینو په لست کې شامل و، مګر سمدستي یې د مرګ تصدیق ندی شوی.

غیرتصدیق شوي مطبوعاتي رپوټونه وایي چې دغه جټ طیاره پخپله د وګنر ګروپ د بنسټګر او مشر پریګوژین وه.

د روس سرکاري خبري ادارې، ټاس د بېړنیو چارو د مسوولینو له قوله ویلي چې په طیاره کې درې پائیلټان و او اووه مسافرین. تر اوسه نده معلومه چې پرېګوژین هم په کې و که نه، مګر د روس د سېویلین هوابازۍ د انتظام ادارې ویلي چې د پريګوژین نوم د مسافرو په لست کې شامل و.

دا جټ طیاره د ماسکو نه د روس سېنټ پېټرزبورګ ښار ته روانه وه چې د ماسکو نه څه باندې سل کلومټره لېرې، د شمال پلو، په توېر سیمه کې راوغورځېده. د پېښې په اړه د پلټنو د پیل خبر ورکړل شوی دی.

وګنر ګروپ د ملېشو هغه خصوصي کمپنۍ ده چې د روس دپاره په اوکراین کې جنګېدله او څه موده وړاندې یې مشر، پریګوژین د صدر پوټین د حکومت په وړاندې لنډمهاله ناکامه بغاوت وکړ.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG