لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د 840,000 نه زيات افغانان چې امريکا ته يې د تللو خواست کړی لا تر اوسه په افغانستان کې دي


واشنګټن- د امريکا لپاره په کال 2021 کې د اګست مياشت تر اخري نېټې د افغانستان نه په بيړه کې د وتلو وروستو په سلهاو زره هغه افغانان په ياد هېواد کې بند پاتې دي چا چې د د غه ملک نه د وتلو او په امريکا کې د ابادېدلو لپاره خپل اسناد امريکا ته ورکړي.

د خبرې ادارې د رپوټ ترمخه دا شمېر د 840,000 نه ډېر دی او افغانان په دې تمه شپې ورځې تېروي چې په افغانستان کې د امريکا او د نيټو د ځواکونو سره د مرستو وروستو به بهر هېوادونو ته وويستل شي ځکه دوی ګڼي د طالبانو په واکمنۍ کې يې ژوند خوندي نه دی.

رپورټ چې د امريکا د خارجه چارو وزارت ډايرېکټر جنرل د زيارت/پانچشنبې په ورځ خور کړی د وزارت لخوا د اخستل شوو ګامونو د ښه کولو د طريقه کار وضاحت کوي چې افغانانو ته د خصوصي ايميګرنټس وېزې ورکولو په لړ کې اخستل شوی.

دوه کاله تېر شول چې امريکا د افغانستان نه وتلې او طالبان واک ته رسېدلي خو دا ننګونه لا تراوسه امريکا ته پرته ده.

د دې وېزې پروګرام په کال 2009 کې شروع شو چې د هغو افغانانو مرسته وشي چا چې له امريکايانو سره څنګ په څنګ کار کړی او ډېرې خطرې يې ګاللي دي.

دغه رنګ يو پروګرام د عراقيانو د پاره هم دی خو دواړه پروګرامونه له نيوکو سره مخ دي ځکه چې کار يې ډېر ورو روان دی او خواست کونکي د خطر او بې يقينۍ سره مخ دي.

کله چې امريکا افغانستان پرېښود د وېزو د پاره د خلکو شمېر د اسمان سره خبرې کوي. رپورټونه وايي د کال 2021 د اکتوبر مياشتې پورې د وېزې غوښتونکو شمار د 30,000 نه کم و خو د کال 2022 د ډيسمبر پورې دا شمېر د يوې اندازې ترمخه 155,000 ته ورسېد. په دې شمارو کې د کورنيو نور غړي نه وو شامل کړل شوي چې په بهر ملکونو کې به ځای په ځای کيږي.

د وزارت خارجه اندازه لګوي چې دې کال د اپريل مياشت پورې دا شمار د 840,000 نه زيات دی چې د خصوصي وېزې د پاره خواست مند دي او د ډېرو د کورنيو غړي لا په افغانستان کې پاتې دي.

وزارت خارجه وايي نزدې نيم په نيمه خلک د دې وېزې ترلاسه کولو جوګه نه دي او په وړومبيو پلټونو کې د پراسېس نه وويستل شي.

وزارت دا هم ويلي چې په جنوري کال 2021 کې د بايډن د حکومت د پيل نه د دې کال د اګست مياشت د وړومبۍ نېټې پورې نزدې 34,000 وېزې دغې خواست کونکو او د هغوی کورنيو ته ورکړل شوي چې د حکومتي چارواکو په وينا دا شمېر د تېرو کلونو په نسبت ډېر زيات کړل شوی دی.

رپورټ وايي وزارت د دې عمل تېزولو د پاره نوره عمله په کار لګولې او د پينټاګان سره په ګډه د خواستونو او د ملازمت کونکو جاج اخلي. رپورټ زياتوي په دې لړ کې يې د يو شمېر تحقيقاتو لړۍ ختمه کړې هم ده.

خو رپورټ دا هم وايي چې بيا هم ډېر څه کېدلی شو لکه د مثال په توګه يو مهم دفتر چې د خصوصي وېزو جاج اخلي بيا بيا بل ته حواله کېدل او پکې د ملازمت پوسټونه ډکول د يو مسلسل ځنډ لامل کيږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG