لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خارجه ویاند: امریکا پاکستان کې په بې پلوه اؤ منصفانه ټاکنو ټینګار کوي


د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند ویاند میتهیو مېلر ویلي امریکا پاکستان کې په بې پلوه اؤ منصفانه ټولټاکنو ټینګار کوي اؤ د هیڅ یو ځانګړي ګوند یا امیدوار مرسته نه کوي.

مطبوعاتو نه د احوال ورکولو په وخت د بهرنیو چارو دمحکمې ویاند نه چې کله پاکستان کې دامریکایي سفیر له لوري د پاکستان د الیکشن کمیشن د مشر سره دلیدنې په اړوند پوښتنه وشوه نو هغه وویل،امریکا دپاکستان د انتخاباتو په پایلو یا نتیجو هیڅ پوزیشن نه لري.

د هغه وینا وه امریکا پاکستان هم هغه شان په بې پلوه اؤ منصفانه انتخاباتو ټینګار کوي څنګه چې یې ټوله نړۍ کې کوي.

دپاکستان د اقتصادي وضعیت په اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي ملر وویل امریکا پاکستان کې دهغو اصلاحاتو ملاتړ کوي چې له امله یې ددغه هیواد معیشت غوره کیدای شي اؤ ددې اصلاحاتو ملاتړ ته به دوام ورکوي .

په دې وروستیو کې دپاکستان اقتصادي وضعه زیاته خرابه شوې ده اؤ د ډالر په مقابله کې دپاکستاني روپۍ ارزښت غورځیدلی دی چې له امله یې پاکستان کې ګراني سیوا شوې ده اؤ ولس دریځ لري چې د ژوند چارې یې سختې شوې دي.

ددې ترڅنګ پاکستان کې اسمبلیو خپله اییني موده سرته رسولې ده اؤ د نوؤ انتخاباتو نه مخکې هیواد کې یو نګران حکومت جوړ کړی شوی دی خو زیاتره څېړونکي اندېښنې ښایي چې کیدای شي انتخابات د دریوؤ میاشتو د اییني مودې نه زیات وځنډیږي.

کله چې د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې د ویاند نه وپوښتلی شول په دې وروستیو کې پاکستان کې دامریکې سفیر د چیف الیکشن کمشنر سره لیدنه کړې وه ، ددغه لیدنې مقصد څه ؤ؟

ویاند یې په ځواب کې وویل" تاسو دې لړ کې ځانګړې رایې د سفارت خانې نه ترلاسه کولی شي ،چې په یقیني توګه هغه به یې درکړي ،خو زه وینم چې پوښتنه په کوم لوري وړل کیږي ځکه نو زه به هم هغه دریځ درښکاره کړم چې مخکې مې هم بیان کړی دی ، امریکا پاکستان کې د الیکشن د نتیجو په اړه هیڅ پوزیشن نه اخلي"

څه دپاسه دوه اوونۍ وړاندې دپاکستان د الیکشن کمیشن د مشر سره د امریکایي سفیر له لیدنې وروسته اسلام اباد کې دامریکایي سفارت خانې ویاند پخپل بيان کې ویلي وؤ چې سفیر بلوم دچیف الیکشن کمشنر سره لیدنه کړې ده تر څو هغه پاکستان کې د ایین اؤ قانون له مخې د بې پلوه اؤ روڼ انده انتخاباتو لپاره د امریکې ملاتړ څرګند کړي.

دسفارت خانې ویاند ویلي وؤ امریکایي سفیر دا خبره تکرار کړې ده چې دپاکستان د مستقبل د مشرانو ټاکنه د پاکستاني ولس کار دی اؤ هغوي چې څوک هم خپل مشر ټاکي نو امریکا به ورسره په ګډه کار کوي.

(د وي او ای اردو په مننه)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG