د امریکا دفاع وزیر لائيډ اسټن د ګل/دوشنبې په ورځ کېنیا ته ولاړ چې د هغه هېواد له دفاعي چارواکو سره د امنیت او ترهګرۍ ضد فعالیتونو په باب خبرې وکړي.
د کېنیا پایتخت نایروبي ښار ته له روانېدو نه وړاندې د دفاع وزیر لائیډ آسټن د افریقې په یو بل هېواد جیبوټي کې مېشتو امریکایي عسکر ولیدل، هغو نه یې مننه وکړه او په اپرېل میاشت کې چې د سوډان نه د امریکایي سفارتکارانو په انخلا کې یې څه کردار ادا کړی و، هغه یې وستایلو.
د کېمپ لېمونیئر امریکایي عسکرو ته وویل: "دا تاسیسات په واقعي توګه اهم دي. د ۱۱/۹ د حملو نه پس، داسې حال کې چې د تشدد آمیزه سخت دریځه تنظیمونو په ضد مو خپلو هڅو باندې کار کولو، مونږ دلته یو صلاحیت رامنځته کړ. له هغه وخت راهېسي، دې ځای نه یوازې مونږ سره په هغو هڅو کې مرسته کړې ده، بلکې مونږ په هغو شیانو کې هم وسعت راووست چې کولی شو له دې ځایه یې ترسره کړو، د مثال په توګه د سوډان نه زمونږ د سفارتکارانو انخلا چې تاسو په دې وروستو کې په کې مرسته وکړه."
د امریکا دفاع وزیر همدا شان د اتوار/یکشنبې په ورځ د صومالیا ځواکونه هم په دې وستایل چې د الشباب ډلې په وړاندې جنګ کې یې "متاثر کن پرمختګ" کړی دی، مګر خبرداری یې ورکړ چې دغه ترهګره ډله اوس هم "له هغو سیمو چې حکومت په کې نشته، ترهګرۍ برامد کړي".
لائیډ آسټن د امریکې د دفاع وزیر په حیث افریقې ته د خپل وړومبي سفر په لړ کې، د اتوار/یکشنبې په ورځ په جیبوټي کې د صومالیا له صدر حسن شیخ محمود سره وکتل. تر هغه وړاندې، ښاغلي آسټن د جیبوټي د صدر او دفاع وزیر سره وکتل او د هغو نه یې مننه وکړه چې په افریقه کې یې د امریکا وړومبنۍ پوځي اډې ته ځای ورکړی او د سختدریځه ډلو سره په جګړه کې د صومالیا مرسته کوي.
له هغه وخته چې د صومالیا صدر د ۲۰۲۲ کال په اګسټ میاشت کې د تندلارو په ضد لوی جنګ اعلان کړی، د صومالیا پوځ او ورسره د قبایلو اتحادي ملېشو د الشباب ډلې جګړه ماران د هغه ملک له مرکزي سیمو نه په شا تمبولي دي.
بل اړخ ته ترهګرو هم په صومالیایي ځواکونو باندې خپلې حملې تېزې کړي او د خالي/شنبې په ورځ یې د ملک د مرکزي علاقو په یو ښارګوټي کې د یوې امنیتي پوستې څېرمه د ټرک بمي چاودنه وکړه چې په کې یوویشت (۲۱) تنان مړه او دوه پېنځوس (۵۲) نور زخمیان شول. امنیتي ځواکونو ته د دې ټرک بم خبر رسېدلی و، خو کله چې غوښتل یې هغه تالاشي کړي، چاودنه وشوه.
Forum