لاس رسیدونکی لینک

 
ار اېس اېف او خبريالانو تنظيمونو د سياسي ګوندونو څخه د رسنيو د ازاديو او صحافيانو ته د تحفظ غوښتنه کړې
تازه خبر

ار اېس اېف او خبريالانو تنظيمونو د سياسي ګوندونو څخه د رسنيو د ازاديو او صحافيانو ته د تحفظ غوښتنه کړې


د بې پولې خبريالانو نړیوال سازمان [ار اېس اېف] پاکستان کې د خبريالانو د حقونو دپاره کوونکي فريډم نېټ ورک، د خبريالانو تنظيمونو او پرېس کلبونو په سياسي ګوندونو غږ کړی، په راتلونکو انتخاباتو کې دې د اظهار رای ازادي او خبريالانو تحفظ يقيني کړي.

ار اېس اېف او فریډم نېټ ورک ویلي، پاکستان کې په تېرو لسو کلونو کې د خبریالانو د وژنو په 96 فېصده قضيو کې تورنو کسانو ته سزاګانې نه دي ورکړل شوي.

ار اېس اېف، فريډم نېټ ورک، پاکستان کې پرېس کلبونو او د خبريالانو تنظيمونو په سياسي ګوندونو غږ کړی، د راتلونکو انتخاباتو دپاره دې په خپل منشور کې د اظهار رای ازادي او خبريالانو د ساتنې عزم څرګند کړي.

فريډم نېټ ورک خپور کړي بيان کې ویلي، پاکستان کې د انتخاباتو نه وړاندې خبريالانو ته ورپېښې خطرې سېوا کيږي او د وړاندې په پرتله حالات نور زيات خراب شوي دی.

بيان کې ویل شوي، رسنیو کې کار کوونکو او د هغو د مرستیالانو ضد جرمونو کې ککړو ته استثنا د زياتې اندېښنې وړ ده او خبريالان نور د سختو خطرو سره مخ کوي، او دا کار د پاکستان ولس د پوهې او معلوماتو ته د رسايۍ څخه محرومه کوي کوم دوه بنيادي حقونه چې د پاکستان ايين ورکړي دي.

د ار اېس اېف د سيويلي اسيا څانګې ویلي، د انتخاباتو په مهال د خبريالانو او رسنیو د ازادۍ او ساتنې کار د سياسي ګوندونو په لاس کې دی، او سیاسي ګوندونه دې د خبريالانو د تحفظ دپاره د قانون سازۍ لارې ولټوي، د خبريالانو کلبونو، تنظيمونو او سازمانونو په وړانديزونو د عمل کولو دپاره دې ژمنې وکړي.

پاکستان کې د راتلونکو عامو انتخاباتو دپاره الېکشن کمېشن د حلقه بندیانو ابتدايي فهرست جاري کړی او اعلان یې کړی، "د 2024م کال د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې به انتخابات کولی شي".

د خبريالانو د حقونو او رسنیو د ازاديو دپاره کار کوونکي ځايي او نړیوال تنظيمونه وايي، پاکستان کې خبريالان د خطرو سره مخ دي او رسنۍ د فشار لاندې ساتل کيږي.

خو حکومتونه وخت په وخت د خبريالانو د ساتنې او ازادو رسنیو دعوې کوي.

د پاکستان د اطلاعاتو نګران وزير مرتضا سولنګي هم په وروستیو کې ویلي، انتخاباتو کې به ټولو سیاسي ګوندونو ته په رسنیو کې يو شان موقع ورکولی شي، رسنیو ته به د بیان ازادي وي خبريالان به معلوماتو ترلاسه کولو ته پوره رسايي لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG