لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس په جوهري طاقت چلېدونکی میزائیل آزمویلی – آیا ماسکو به د اېټمي آزموینو د منعې له تړونه ووځي؟


د روس صدر ولاډیمیر پوټین
د روس صدر ولاډیمیر پوټین

د روس صدر ولاډیمیر پوتین د زیارت/پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ملک یې یو کروز میزائیل چې جوهري قوت باندې چلیږي، په کامیابۍ سره آزمایلی دی. پوتین دا خبرداری هم ورکړی چې د روس پارلېمان ممکن د اېټمي آزموینو د منعې تصویب شوی تړون هم منسوخه کړي.

د خارجي پالیسۍ د ماهرانو په یو فورم کې د وینا پر مهال، اعلان وکړ چې روس د بیورېفېسټنیک په نوم کروز او د سرمټ په نوم د بین البراعظمي بالسټیک میزائیلو جوړول تکمیل کړي او اوس به یې د تولید په چارو کار وکړي.

پوټین د دغو میزائیلو په باب نور جزئیات څرګند نه کړل.

پوټین په ۲۰۱۸ کال کې د بیورېفېسټنیک کروز میزائیل د منصوبې خبر ورکړی و. د دې میزائیل په هکله، چې نېټو ورته د سکای فال کوډ یا خفیه نوم ورکړی و، زیات څه معلوم ندي او زیاتره مغربي ماهرین د دې میزائیل په اړه خوشبینه ندي. هغوی وایي، د میزائیل جوهري انجن باندې اعتبار کول سخته دي.

داسې باور شته چې دغه میزائیل اېټمي وارهېډ یا کوپړۍ انتقالولی شي او ډېر امکان لري چې د جوهري طاقت په زور چلېدونکي انجن په برکت سره، د معمولو میزائیلو په مقابله کې تر ډېره وخته په پرواز کې پاته شي او ډېره لېرې فاصله وولي.

امریکا او پخواني شوروي اتحاد د جنګ سرد په زمانه کې د دغسې راکټونو په جوړولو کار کولو چې انجنونه یې جوهري طاقت باندې وچلېدلی شي، مګر وروسته یې هغه منصوبې نیمګړې پرېښودلې ځکه فکر یې کولو چې د هغو ناوړه اثرات بیخي ډېر دي.

پوټین په خپل تقریر کې یادونه وکړه چې امریکا د غټو اېټمي آزموینو د قدغن کال ۱۹۹۶ تړون دستخط کړی، مګر په کانګرس کې یې تصویب کړی نه دی، مګر روس هم هغه دستخط کړی او هم یې په خپل پارلېمان کې تصویب کړی دی.

پوټین زیاته کړه: "د نظریاتي اړخه، مونږ کولی شو چې دغه تصویب بېرته منسوخه کړو."

روسانو د خپلې اېټمي وسلې آخري آزموینه په ۱۹۹۰ کال کې ترسره کړې وه، او بیا په ۲۰۰۰ کال کې یې د اېټمي آزموینو نړېوال قدغن په تصویب ورسولو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG