صدر بایډن اسرایل ته د سفر په وخت له اسرایلي وزیراعظم سره تر ملاقات وروسته خبري غونډې ته وویل د یرغمل شوو خلکو د خوشي کولو نه زیاته مهمه خبره بله نه شته. بایډن د اسرایل مشرانو ته وویل، "تاسو يواځې نه يئ. امریکا تاسو سره ده. ترهګري نه--ازادي به ګټه کوي".
بایډن وویل په اسرایل د حماس حملې ژور زخمونه پرېښي دي او وایي د حماس وژنو د داعش بوږنوونکی وخت را یاد کړی.
صدر بایډن وویل د غزې په روغتون په برید یو ځل بیا خفګان ښکاره کړ او ویې ویل چې د فلسطین اکثر خلک د حماس ملاتړي نه دي او حماس د فلسطین د خلکو استازیتوب نه کوي.
د امریکې صدر جوبايډن اسرایل ته رسېدلی خو په غزه کې په روغتون راکټي پېښه کې د لسګونو کسانو د وژلو وروسته یې په اردن کې د عرب مشرانو سره ليدنې منسوخ کړي دي.
ښاغلي بایډن د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ته ویلي، په هسپتال کې چاودنې ډېر غمجن کړی او وایي "ما چې څه لیدلي نو دا کار هغې بلې ډلې کړی، تاسو نه".
حماس په روغتون د چاودنې تور په اسرایل لګولی او پېښې ته یې د نسل وژنې جرم ویلي دي. د حماس ترمخه په چاودنه کې په لسګونو کسان وژل شوي چې زياتره یې کورنۍ، ناروغان ماشومان او ښځې دي. د فلسطين چارواکو ويلي په روغتون کې 500 تنه وژل شوي دي.
د اسرایل دفاعي ځواکونو په چاودنه کې لاس لرل رد کړي او ويلي يې دي د فلسطين اسلامي جهادي ډلې راکټ توغولی او هغه په روغتون لګېدلی دی. خو وسله والې ډلې یې زمه واري نه ده منلې.
تل ابیب ته په رسېدو د اسرايل وزیراعظم بنيامين نېتن ياهو په هوايي اډه د صدر بايډن هرکلی کړی دی.
صدر جوبايډن به په خپل سفر کې د خپل اوږدې مودي اتحادي اسرایل د مشرانو سره وويني خو په غزه کې په روغتون د چاودنې وروسته یې په اردن کې د عرب مشرانو سره ليدنې منسوخ کړي دي.
غزه کې په اهلي عرب روغتون غټه چاودنه شوې، اسرایل د چاودنې تور د فلسطين په وسله واله ډله لګولی خو د فلسطين اسلامي جهادي ډلې یې رد کړی دی.
امريکې په اسرايل د اووم اکتوبر د حماس بریدونو غندنه کړې او د اسرايل کلک ملاتړ یې اعلان کړی دی.
د امریکې د صدر د سفر نه وړاندې د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن دوه ځله د اسرایل سفر کړی دی.
د ملګرو ملتونو ترمخه د اووم اکتوبر وروسته تراوسه پورې جګړه کې د 1400 نه زيات اسرایليان او 3000 نه زيات فلسطينيان وژل شوي دي.
ټاکل شوې وه صدر بايډن به د اردن باچا عبدالله، د مصر صدر عبدالفتاح السيسي، او فلسطين د مشر محمود عباس سره به په عمان کې ويني خو د غزه په روغتون د چاودنې او په غټه کچه انساني زيان وروسته یې ليدنې منسوخ کړي دي.
سپينې ماڼۍ تاييد کړې د غزه په روغتون د چاودنې او وژنو وروسته صدر بايډن د اردن سفر ځنډولی او صدر په روغتون کې انساني زيان باندې افسوس څرګند کړی دی.
سپينې ماڼۍ ویلي، د فلسطين مشر محمود عباس د غزې په حالاتو ماتم اعلان کړی او بيا صدر بايډن د اردن د شاه عبدالله سره د مشورې وروسته د اردن سفر ځنډولی دی.
صدر بايډن په اېکس [پخواني ټویټر] ویلي، "د اهلي عرب په روغتون د چاودنې سمدست وروسته مې د اردن د باچا عبدالله او اسرایل د وزيراعظم نېتن یاهو سره خبرې کړي او د خپل ملي امنيت ټيم ته مې لارښوونه کړې چې معلومات راټول کړي چې په حقيقت کې څه شوي دي".
د اردن د بهرنيو چارو وزير سرکاري ټي وي ته ویلي، اردن سرمشريزه غونډه یې منسوخ کړې او زياته کړې یې ده د اسرايل او حماس شخړه سیمه جګړې ته ديکه کوي.
تمه کيږي نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا په غونډه کې د برازيل په قرارداد رایې شماري وشي چې د اسرایل او حماس په جګړه کې په بشري بنیادونو وقفه وشي او غزې ته د بشري مرستو رسولو اجازه ورکړی شي.
ویل شوي تمه کيږي د متحده عرب اماراتو او روس په غوښتنه په غونډه کې د غزې د روغتون په پېښه هم بحث وشي.
اسرایل د غزې په جنوب کې خلکو ته د وتلو ويلي او خواوشا 600000 خلک د اسرايل په غوښتنه په ګاډو کې او پياده د سيمې څخه روان شوي دي.
اسرايلي ځواکونو د غزې په جنوب کې هوايي بريدونو ته دوام ورکړی او په شمال کې یې د حماس مرکزونه په نخښه کړي دي.
د جګړې له امله په غزه کې انساني بحران ورځ تر بلې سېوا کيږي.
اسرايل غزې ته تلونکې لارې نيولي، هلته د بجلۍ او اوبو رسايي ودرول شوې او روغتونونه وايي، د ژوبلو په درملنه کې د مشکل سره مخ شوي دي.
[په خبر کې ځينې معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز خبري ادارو څخه اخستل شوي دي].
Forum