د امریکې صدر جوبایډن د مصر صدر سره ټيلي فوني تماس نیولی اؤ ورسره یې غزه کې ایسارو وګړو ته د بېړنیو بشري مرستو رسولو په اړوند خبرې اترې کړې.
صدر بایډن د زیارت په ورځ پخپله رسمي ایکس (پخوانۍ ټویټر) پاڼه لیکلي" د مصر له صدر عبدالفتاح السيسي سره مې خبرې وکړې ترڅو غزه کې وګړو ته دعاجلو بشري مرستو د رسولو په اړوند زمونږ همکاري لاپسې ژوره کړي"
هغه وایي "مونږ به په سیمه کې د ثبات پځای ساتنې، د تاو تریخوالي د مخنیوي اؤ دایمي امن لپاره په ګډه کار کوؤ"
صدر بایډن پرون (چهارشنبه) اسرایل ته رسېدلی خو په غزه کې په روغتون راکټي پېښه کې د لسګونو کسانو د وژلو وروسته یې په اردن کې له عرب مشرانو سره ليدنې منسوخ کړي دي.
اسرایلي وزیراعظم سره تر ملاقات وروسته خبري غونډې ته صدر جوبایډن ویلي، د یرغمل شوو خلکو د خوشي کولو نه زیاته مهمه خبره بله نه شته.
بایډن د اسرایل مشرانو ته وویل، "تاسو يواځې نه يئ. امریکا له تاسو سره ده. ترهګري نه--ازادي به ګټه کوي"
ملګري ملتونه وایي په غزه کې دا مهال په لکونو وګړي عاجلو انساني مرستو ته اړ دي .
د اسرایل د وزیراعطم د دفتر له لوري خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې د امریکایي صدر په غوښتنه به د مصر نه غزه لپاره د مرستو رسول کېدو په لاره کې خنډ نه جوړیږي خو د مصر نه خوراک، اوبه اؤ دوایانې باید یوازې جنوبي غزه ته یوړل شي.
نیتن یاهو پخپل بیان کې ویلي دي چې د اسرایل د سرحد نه به غزه ته د بشري مرستو د رسول کېدو اجازه نه ورکړل کیږي خو هغه سپینه کړې ده چې د مصر نه کومې مرستې غزه ته رسول کیږي د هغې مخې ته به خنډونه نه راولاړوي.
د نهې- سه شنبې په ماښام په ځایي وخت شاوخوا اته بجې د غزې پر «الاهلي المعمداني العربي» روغتون باندې یو راکټي برید شوی ؤ چې پکې د سلګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکول شوی خو په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وایي شاوخوا 500 تنه پکې وژل شوي دي.
د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او ادارو مشرانو په غزه پټۍ کې شوی دغه هوایي برید په کلکه غندلی او په ضد یې احتجاجونه شوي چې پکې سلګونه کسان وژل شوي.
حماس دا برید د قتلِ عام یو جرم بللی خو اسرایل وایي دا برید دوی نه بلکې یوې بلې اسلامي وسلوالې ډلې کړی دی.
امريکې په اسرايل د اووم اکتوبر د حماس بریدونو غندنه کړې او د اسرايل کلک ملاتړ یې اعلان کړی دی.
اسرایلو ته د امریکې د صدر له سفر وړاندې د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن دوه ځله د اسرایل سفر کړی دی.
د ملګرو ملتونو ترمخه د اووم اکتوبر وروسته تراوسه پورې جګړه کې د 1400 نه زيات اسرایليان او 3000 نه زيات فلسطينيان وژل شوي دي.
Forum