لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان نه په غیر قانوني توګه میشت کډوالو ته وتلو لپاره ورکړل شوی مهلت نن سرته رسیږي


په پاکستان کې د حکومت لخوا په غیرقانوني توګه میشت بهرنیانو ته ملک نه د وتلو لپاره ورکړل شوی مهلت نن په ۳۱م اکتوبر سرته رسیږي.

دپاکستان د اطلاعاتو مرکزي نګران وزیر مرتضا سولنګي ویلي د بهرنیانو د وتلو لپاره ورکړل شوی مهلت به نه غځېږي اؤ خپل وطن ته د کډوالو لیږلو لپاره د هغوي ډیټا یا معلومات تیارولی شي.

حکومت واضحه کړې ده چې د وړومبي نومبر نه به پاکستان کې په غیر قانوني توګه د میشت بهرنیانو لپاره هیڅ ځای نه وي اؤ دلته به دهغوي ټول جایدادونه ضبط کولی شي.

د ګل یا دوشنبې په ورځ د نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ د کابېنې د شوې غونډې په اړه مطبوعاتو ته د احوال تېرولو په وخت د اطلاعاتو نګران وزیر ویلي چې وزیراعظم د غیرملکي اؤ‌ غیر قانوني وګړو د ویستلو لپاره د یو کاري پلان منظوري ورکړې ده چې د هغه لاندې به کډوال پړاؤ په پړاؤ بېرته خپل وطن ته لېږلی شي.

په وروستيو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشن پاکستان کې په غېر قانونه توګه مېشتو غېر ملکيانو د ويستلو يا خپلو ملکونو ته بيرته ستنولو په فېصله اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي د دغه فېصلې نه به "په پاکستان کې 14 لکه افغان کډوال په غېر متناسب ډول اغېزمن شي".

د اطلاعاتو نګران وزیر وویل په ناقانونه توګه پاکستان کې میشت کوم بهرنیان چې له ملکه ویستل کیږي هغوي بیا هم دلته په قانوني توګه راتلی شي.

مرتصا سولنګي ویلي دي چې په غیر قانوني توګه مېشت کسان به د هولډنګ سنټر سره د نزدې مقام نه خپل هیواد ته لېږل کیږي

په دې موقعه د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي ویلي دي د بهرنیانو د ویستلو پرېکړه د کوم ځانګړي قام یا ډلې لپاره نه ده بلکې دا د ټولو غیرقانوني میشت کډوالو لپاره ده.
هغه ویلي چې د تېرو دوؤ میاشتو په مهال په غیر قانوني توګه پاکستان کې میشت نزدې دوه لکه کسان خپل هیواد ته ستانه شوي دي .
دنوموړي وینا وه چې بېرته ستنېدونکو سره د زړه سواندۍ چلند کولی شي اؤ د ښځو اؤ مشرانو درناوی په خاصه توګه په نظر کې نیول کیږي.
نوموړي وویل کومو پاکستانیانو چې په غیر قانوني توګه دلته میشت بهرنیانو ته په کرایه کورونه ورکړي دي هغوي هم ورسره په جرم کې برابر شریک دي اؤ ددغسې کسانو لپاره اوس یوه موقعه ده چې هغوي په غیرقانوني توګه د میشتو کسانو به اړه قانون پځای کوونکو ادارو ته اطلاع ورکړي.

ه ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د دفتر وياندې روينا شمداساني د جمعې په ورځ جنېوا کې خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، "پاکستان کې د دوو ملينو څخه زيات اسناد نه لرونکي افغانان اوسيږي او په دوی کې لږ ترلږه شپږ لکه کسان داسې دي چې په اګست 2021م کې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته راغلي دي".

هغې ویلي، "مونږ باور لرو چې ډېر افغانان د بيرته ستنولو په صورت کې د بشري حقونو د سختو سرغړونو د خطرو سره مخ کېدی شي، دوی په ناجايزه توګه نيول کېدی شي، د تشدد، ظلم او غېر انساني سلوک سره مخ کېدی شي".

شمداساني زياته کړې، "په ځانګړي ډول مدني فعال، خبريالان، د بشري حقونو ساتونکي، پخواني حکومتي او امنيتي چارواکي، ښځې او جينکۍ د خطرو ښکار کېدی شي".

ملګرو ملتونو د پاکستان نه غوښتي چې ضرورتمندو کډوالو ته تحفظ ورکړي او په راتلونکې کې دوی په خوندي، په عزت سره او د نړيوال قانون ترمخه بيرته ستانه کړي.

خو د پاکستان حکومت بيا وخت په وخت ويلي، چې د غېرقانونه غېر ملکیانو د ويستلو پرېکړه يواځې د افغانانو دپاره نه ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG