د ایران سپريم مشر ايت الله خامنه ای د شورو/ چهارشنبې په ورځ په مسلمان ملکونو ټينګار کړی چې د حماس د ترهګرو بريدونو وروسته، په غزه د اسرايلي بمبارۍ په ځواب کې د تل ابيب سره د تيلو ترڅنګ هر ډول تجارت ودروي.
خامنه ای په تهران کې د زده کوونکو غونډې ته په وينا کې ويلي، "اسلامي حکومتونو ته په دغو جرمونو په چټکتيا سره د ختمولو ټينګار پکار دی مسلمان ملکونو ته له اسرايل سره اقتصادي مرستې نه دي پکار".
هغه "د تېلو او خوراک په برامداتو يا صادراتو د پابندۍ لګولو" غوښتنه کړې ده. خامنه ای د برتانيې، فرانس او امریکې د نوم اخېستو پرته په لويديځ هيوادونو نيوکې کړي او ويلي يې دغه هيوادونه د "فلسطين پرضد ولاړ دي".
هغه زياته کړې، "مسلمانې نړۍ ته هېرول نه دي پکار چې د غزه په ابادۍ څوک فشار اچوي دا يواځې د صيهوني (اسرايلي) حکومت خبره نه ده".
د رويټرز خبري ادارې ترمخه، د ایران د بهرنيو چارو وزير امير عبداللهيان هم د شورو په ورځ خبرداری ورکړی که د غزه په پټۍ حملې جاري وي "سختې نتيجې" به ورکړي.
دا د ايران لخوا د خبردارو د لړۍ تازه خبرداری دی. ايران په حماس او سيمې په نورو ځايونو کې د ملېشو ملاتړ کوي.
هغه د ترکي په پلازمینه انقره کې ويلي، که په غزه کې په سمدستي ډول جنګ بندي ونه شوه او حملې په تېزۍ سره روانې وې سختي نتيجې به یې مخې ته راشي.
امریکې او اسرايل په سيمه کې د ایران په ملاتړو ملېشو حملې کړي، وايي ياد عمليات یې په تيرو څو اوونيو کې د ناتاره حملو په ځواب کې کړي دي، د کومو له امله د غزه شخړه په پراخه جګړه بدلېدی شي.
د ایران د دفاع وزير محمد رضا اشتياني ځینو ملکونو ته چې د "اسريل مرستې" کوي، خبرداری ورکړی مسلمانان دې نه خفه کوي.
حماس په اووم اکتوبر په اسرايل ترهګر بريد کړی چې پکې 1400 اسرايليان وژل شوی او 200 پورې نور يرغمل کړی شوي وو.
له دغې وروسته د اسرايل په پوځي عملياتو کې په زرګونو کسان وژل شوي دي. د حماس د انتظام لاندې د صحت وزارت ویلي، د اسرايل په بمبارۍ کې 8500 کسان وژل شوي، درېمه برخه یې ښځې او ماشومان دي.
ايران د حماس مالي او عسکري ملاتړ کوي، په اسرايل د حماس حملې یې کاميابې ګرځولې خو په دغو حملو کې له ککړتيا څخه یې انکار کړی وو.
د ایران صدر ابراهيم رييسي ویلي، ايران د مزاحمتي ډلو ملاتړ خپل فرض ګڼي خو په دې خبره یې ټينګار کړی دغه ډلې په ازاده توګه کار کوي.
سپينه ماڼۍ تور لګوي، ایران په منځني ختیځ کې په امريکايي ځواکونو د حملو په فعاله توګه سهولت کاري کوي.
(د خبر معلومات د اې اېف پي او رويټرز څخه اخستل شوي دي).
Forum