نړيوالو مرستندويه ادارو د پاکستان نه بيرته افغانستان ته ایستل شوو افغان کډوالو په حواله اندېښنه څرګنده کړې ده چې دوی هیڅ ځای نه لري. يادو ادارو د پاکستان نه افغانستان ته بیرته ستنېدونکو افغانانو د شمېرې په زياتېدو خبرداری ورکړی او د نړیوالو مرستندويه ادارو څخه یې د دوی د ضرورتونو دپاره د اضافي مرستو غوښتنه کړې ده.
د ناروې د کډوالو کونسل (NRC)، د ډنمارک د کډوالو کونسل DRC) او د ژغورنې نړیوالې ادارې (IRC) د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو نه غوښتي، افغان کډوال دې تر هغې خوندي وساتي څو پورې چې دوی په خپل ملک کې محفوظ، دوامداره او په رضاکارانه توګه بيرته تلو ته نه وي تیار شوي.
مرستندويه ادارو ویلي، د پاکستان د دغه اعلان (چې د لومړي نومبر پورې دې ټول غېر اسناد لرونکي افغانان ووځي کنه د ملک څخه به وويستل شي) وروسته افغانستان ته د پاکستان څخه بيرته تلونکو شمېره ناڅاپه سېوا شوې ده.
يادو ادارو په شريکه اعلامیه کې ویلي، د پاکستان د اعلان نه وړاندې په 15م ستمبر د ورځې په سر خواوشا 300 افغانان بيرته ستنېدل خو دغه شمېره اوس د 9000 نه تر 10000 پورې سېوا شوې ده. او د دې نه به نزدې 1.7 ملينه خلک اغېرمن شي.
د وي او اې د خبر ترمخه، پاکستاني چارواکو ويلي، د پاکستان د لومړي نومبر د اعلان پورې نزدې 250000 افغانان بيرته ستانه شوي له دې ويرې چې ونه نيول شي او په زوره ونه ویستل شي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ويلي، پاکستان او نور هېوادونه باید له کډوالو او پناه غوښتونکو سره د چلند په برخه کې خپلې ذمه وارۍ تر سره کړي او د کډوالو د نه ایستلو یا نه ستنولو اصولو ته درناوی وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا دې پوښتنې ته جواب نه دی ویلی خو له دې وړاندې پاکستان ويلي، ټول غېر قانونه غېر ملکيان به اوباسي.
ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ادارو د پاکستان پر دې ګام اندېښنه ښکاره کړې او خبرداری یې ورکړی چې د لکونو خلکو شړل به په افغانستان کې بشري ناورین لا زیات کړي.
نړيواله مرستندويه ادارو پرون په دویم نومبر خپره کړې شريکه اعلامیه کې ویلي، په کوم حال کې چې افغانان بيرته ستنيږي هغه خطرناک دي، دوی د څو ورځو سفر سختې زغمي، او دې ته مجبوره شوي چې د سفر دپاره خپل څيزونه خرڅ کړي.
ويل شوي، د ادارو ټيمونه په هغو ځايونو کې موجود دي چرته چې د پاکستان نه خلک بيرته ستنيږي، دوی په بيرته ستنېدونکو کې ګډوډي او مايوسي ليدلې ده. ډېر کسان چې د پاکستان نه یې تلل نه غوښته خو د ضرورت ترمخه تلو ته اړ شوي دي.
د افغانستان ننګرهار ته بیرته تللي يو تن ويلي، "پرسشانه يم او په ویره کې يم چې اوس به څه کوم. په پاکستان کې به مې چای خرڅوله، خو دلته به څه کوم؟، په افغانستان کې د روزګار موقعې نشته، او دلته زما کور او جايداد هم نشته".
NRC, DRC او IRC د بيرته ستنېدونکو کډوالو په افغانستان کې د اوسېدو او هلته په ټولنه کې د بيا ګډېدو په امکاناتو او په ځانګړي ډول په دوی د ژمي په راتلو اندېښنه څرګنده کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي، افغانستان تراوسه د لسيزو د جګړو، وروستيو ويجاړونکو زلزلو، او اقتصادي بحران سره مخ دی، نه شي کولی چې د دغو بيرته ستنېدونکو سره ډېرې مرستې وکړي او دغه خلک بيرته خپل ژوند جوړ کړي.
ادارو ویلي، د افغانستان خلک د بشري بحران څخه وتلو دپاره د اوږدې مودې تل پاتې حل ته اړتيا لري، چې پکې د دوی ډېرې ضروري پرمختيايي مرستې شاملې دي او د نړيوالو مرستندويه ادارو سره د هغې فنډ نشته.
Forum