په کابل کې د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي د افغانستان په پایه تخت کابل کې د نهې/سه شنبې په ماښام په یوه بس کې د چاودنې له امله اوه تنه وژل شوي او شل نور ژوبل شوي دي.
د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ په ایکس «پخواني ټویټر» لیکلي د پایه تخت په دشت برچي سیمه کې د
د ملکي مسافرو په يوه بس کې چاودنه شوې، چې له بده مرغه زموږ اووه تنه هېوادوال په کې شهيدان شوي او شل نور ټپيان دي."
خالد ځدراڼ زياته کړه، امنيتي کسان سيمې ته رسېدلي او پلټنې يې پيل کړې دي.
تر اوسه د دې چاودنې نوعیت نه دی په ډاګه شوې، خو د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو لیکلي چې دا پېښه د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
همداراز تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو په تېرو وختونو کې داعش ډلې په شيعه مېشتو سيمو او د شيعه ګانو پر مذهبي ځايونو ددغه راز بريدونو مسئوليت پر غاړه اخيستى دى.
د اکتوبر 26مه د دشتې برچي په پل سوخته سیمه کې په یو ورزشي یا سپورټي کلب کې د چاودنې له امله
څلور تنه وژل شوي وو او نهه نور ټپيان شوي وو. د دغه چاودنې پړه بیا وروسته داعش ډلې پر غاړه واخیستله.
د اکتوبر په 13مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د «امام زمان» په نوم د شیعه مسلمانانو په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال زوروه چاودنه شوې وه.
په بغلان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر مصطفی هاشمي ویلي وو چې په چاودنه کې اووه تنه وژل شوي او 17 نور ټپيان شوي وو.
د رایټرز خبري ادارې ترمخه داعش خراسان څانګې د ټیلیګرام د لارې د دې چاودنې ذمه واري منلې وه.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنیدو وروسته په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د یو شمېر هغو لویو بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه اخسیتې دي چې پر سکولونو، جوماتونو او نورو عامو ځایونو شوې دي او په سلګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات اې ایف پي، رايټرز او وي او اشنا نه اخېستل شوي
د کابل په دشت برچي کې چاودنې اووه کسان وژلي او شل نور یې ټپیان کړي دي

واشنګټن- —
Forum