لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ورلډکپ سیالۍ کې اسټریلیا افغانستان ته ماتې ورکړه،ګلین مکسویل ۲۰۱ منډې جوړې کړې


د اسټریلیا لوبغاړي بېټر ګلین مکسویل په دې لوبه کې په ۱۲۸ بالونو ۲۰۱ منډې جوړې کړې اؤ ناسوځېدلی پاتې شو ، په دې لوبه کې افغانستان ته په ماتې ورکولو سره اسټریلیا د ورلډکپ سیمي فاینل یا نیمه پایلوبې ته لار وموندله.
د اسټریلیا لوبغاړي بېټر ګلین مکسویل په دې لوبه کې په ۱۲۸ بالونو ۲۰۱ منډې جوړې کړې اؤ ناسوځېدلی پاتې شو ، په دې لوبه کې افغانستان ته په ماتې ورکولو سره اسټریلیا د ورلډکپ سیمي فاینل یا نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

د کرکټ د نړیوال کپ په ۳۹مه سیالۍ کې د اسټرالیا توپ وهونکي یا بېټر ګلین مکسویل دتاریخي ۲۰۱ منډو په جوړولو د افغانستان په حق کې روانه لوبه اسټریلیا له افغانستان نه په درېوؤ ویکټو ګټلې ده.

د اسټریلیا لوبغاړي بېټر ګلین مکسویل په دې لوبه کې په ۱۲۸ بالونو ۲۰۱ منډې جوړې کړې اؤ ناسوځېدلی پاتې شو ، په دې لوبه کې افغانستان ته په ماتې ورکولو سره اسټریلیا د ورلډکپ سیمي فاینل یا نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

استرالیا د افغانستان لخوا ورکړل شوی د ۲۹۲ منډو هدف په ۴۷ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په تاوان پوره کړو.

د ګلین مکسویل د ۲۰۱ منډو اننګز ته په رسنیو اؤ سوشل میډیا د یو ورځني کرکټ په تاریخ کې کې تر ټولو غوره اننګز ویل شوي دي.

د هند په ممبۍ ښار کې د اسټریلیا اؤ افغانستان تر منځ دترسره شوې دې سیالۍ پچه افغانستان ګټلې وه اؤ وړومبی بېټنګ یې کړی ؤ .

افغانستان اسټریلیا ته د ۲۹۲ منډو هدف ورکړی ؤ خو کله چې د اسټریلیا توپ وهونکي خپلې پاڼۍ ته را ووتل نو د ۹۱ مجموعي منډو په جوړولو یې پرله پسې اووه لوبغاړي وسوځېدل.

په داسې حال کې چې لوبه د افغانستان په حق کې روانه وه خو کله چې مکسویل توپ وهنې ته را ووتلو نو هغه په دریدلې پښه په یوازې سر ۲۰۱ منډې جوړې کړې اؤ د بایلات په درشل کې لوبه یې دافغانستان په ماتې بدله کړه .

د مکسویل په منډو کې ۱۰ شپږیزې او ۲۱ څلوریزې هم شاملې وې.

ددغو منډو په جوړولو سره هغه لومړنی اسټرالیايي توپ وهونکی شو چې په یو ورځنیو لوبو کې یې دوه سلیزې ووهلې.

اسټرالیا دریمه لوبډله ده چې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام نیمه پایلوبې ته یې لاره موندلې ده، تر دې وړاندې هند او سویلي افریقا د ناک آوټ پړاو ته ننوتلي دي.

د افغانستان اننګز:

افغانستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۱ منډې جوړې کړې، چې ابراهیم ځدران پکې د ۱۲۹ منډو په جوړولو سره ناسوځېدلی پاتې شو.

ابراهیم ځدراڼ لومړنی توپ وهونکی شو چې د نړیوال کپ سیالیو کې یې د افغانستان لپاره سلیزه ووهله،

د دې ترڅنګ رحمت شاه ۳۰ منډې او حشمت الله ۲۶ منډې وکړې، عظمت الله ۲۲، رحمان الله ګربز ۲۱ او محمد نبي ۱۲ منډې وکړې. راشد خان په ۳۵ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

د استرالیا له لوري جوش هزل ووډ ۲ لوبغاړي او اډم زمپا او ګلین مکسویل یوه یوه وېکټه واخیسته.

د استرالیا اننګز:

د افغانستان د ۲۹۲ منډو هدف په تعقيب استرالیا په زړه پورې پیل وکړ، د استرالیا د سر توپ وهونکي د افغان بالرانو په وړاندې ټینګ نه شول اؤ نیمه لوبډله یې په ۶۹ منډو جوړولو وسوځېده

ډیویډ وارنر ۱۸، مچل مارش ۲۴، لوبوشین ۱۴مندې جوړې کړې خو ،ټریوس هیډ او جوش انګلس بیا په صفر وسوځېدل.

د استرالیا شپږمه ویکټه په ۸۷ منډو هغه وخت ګزار شوه کله چې سټونز په ۶ منډو وسوځېدو، د لوبډلې ټولې منډې چې ۹۱ ورسېدې نو مچل سټارک په ۳ منډو وسوځېدو.

د اسټرالیا ۷ لوبغاړي په ۹۱ منډو وسوځېدل چې له هغې وروسته مکسویل او کپتان کمنز د لوبډلې لپاره غوره توپ وهنه وکړه .

په دې لوبه کې د افغانستان پر وړاندې بخت هم په مکسویل مهربانه و، افغان لوبغاړو دهغه دوه اسانه کیچونه پرېښودل او یو ځل امپایر د ایل بی ډبلیو په توګه د مکسویل اوټ ورکړو خو په بیا کتنه کې هغه له سوځېدو بچ پاتې شو.

مکسوېل او کمېنز د اتمې وېکټې لپاره د ۲۰۲ منډو ملګرتيا وکړه، داسې ملګرتيا چې د کمېنز له لوري يوازې ۱۲ منډې وې او پاتې منډې مکسوېل وکړې.

ګلین مکسویل دخپلې وروستۍ شپږیزې په وهلو سره په دې لوبه کې خپلې دوه سلیزې پوره کړې اؤ اسټریلیا ته یې بایللې لوبه په ګټه بدله کړه.

مکسویل د افغانستان پر ضد د ښې توپ وهنې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د نمبرو په جدول کې هند د ۱۶ نمبرو په لرلو سره لومړی، سویلي افریقا او اسټرالیا په ترتیب سره د ۱۲ او ۱۲ نمبرو په لرلو سره په دریم او نیوزیلنډ د ۸ نمبرو په لرلو سره څلورم ځای لري.

پاکستان د ۸ نمبرو په لرلو سره پنځم او افغانستان شپږم ځای لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG