د خېبر پښتونخوا په ټل ضلعه کې د پولیو د ډیوټۍ نه بېرته ستنېدونکی یو پولیس عسکر د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.
د سیمې نه پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د زیارت - پنجشنبې په ورځ د هنګو تحصیل د دوابې په سره ځمکه سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې وایي دغلته د پولیو د څاڅکو ورکوونکې ډلې په حفاظت مامور د اورکزو پولیسو ځوانان له ډیوټۍ ترسره کولو وروسته بېرته ستنېدل چې نامعلومو وسله والو پرې په لاره کې ډزې کړې دي.
د سرچېنو له مخې په ډزو کې د صدیق الله په نوم د پولیس یو حوالدار وژل شوی دی اؤ برید کوونکي له ډزو وروسته تښتېدلي دي.
په سمدستي توګه د دې برید ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخستي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې ده چې هم پرون د پاکستان د روغتیا د مرکزي وزارت ویاند ویلي د پاکستان د شپږو نورو ضلعو نه په اخېستل شوؤ نمونو کې هم د پولیو وایرس د شتون پخلی شوی دی.
د صحت وزارت ویلي د کراچۍ نه اخېستل شوؤ څلورو اؤ چمن نه اخېستل شوؤ دوؤ نمونو کې د پولیو وایرس شته اؤ د دې ترڅنګ د پېښور، کوهاټ اؤ نوښار نه اخېستل شوؤ نمونو کې هم د پولیو وایرس شتون ثابت شوی دی.
پاکستان کې د پولیو د مخنیوي په ډلو وخت پر وخت د وسله والو لخوا د بریدونو رپورټه مخې ته راځي چې په دې بریدونو کې تر اوسه په شلګونو د پولیو د مخنیوي مامورین اؤ د هغوي په حفاظت ګمارل شوي پولیس عسکر وژل شوي دي.
پاکستان او افغانستان په نړۍ کې دوه داسې هېوادونه پاتې دي چیرته چې لا اوس هم د پوليو ناروغي شته اؤ دې دواړو هیوادونو کې وخت په وخت د دې ناروغۍ د ختمولو لپاره د پولیو ضد کمپاینونه چلول کیږي.
ماهرین وايي په پاکستان کې د پولیو څاڅکو په اړه د ځینو تندرو مذهبي عناصرو بې بنیاده خبرې هم د دې مرض په ختمولو کې یو خنډ دی.
د پاکستان اؤ افغانستان کې ځېنې خلک د پوليو څاڅکي د مسلمانانو خلاف د غربي هېوادونو سازش بولي او وايي دا څاڅکې ماشومان په راتلونکي کې د بچو زېږولو د صلاحیت نه محروموي خو روغتیا پوهان دا خبره په غلطه بولي او په کلکه یې ردوي.
Forum