لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرکټ پښتنې لوبغاړې وایي د ټولنې بد نظرونه اؤ د حکومتي سرپرستۍ نشتوالی یې د پرمختګ مخه نیسي


په خېبر پښتونخوا کې دکرکټ ښځېنه لوبغاړې وایي ، پښتنې مېرمنې د کرکټ لوبه کې د پرمختګ غوره صلاحیتونه لري خو دوي ته د ټولنې بد نظرونه اؤ د حکومتي سرپرستۍ نشتوالی مخې ته ستر خنډونه دي.

د نوښار سېمې سره تعلق لرونکې پېغله سنبل خټک وایي هغه د پاکستان د ښځینه کرکټ ټیم له لوري د لوبېدلو ارمان لري اؤ ددغه ارمان پوره کولو په غرض د نوښار نه پېښور ته پرېکټس له ځي .

‌ډیوه سره خبرو کې هغې وویل د یوې تکړه باولرې جوړیدلو هڅه کوي اؤ د نولس کلنو نه د کم عمره لوبغاړه په لوبډله کې یې هم لوبه کړې ده. خو سنبل خټک وایي، د هغې ددغه شوق په لارع کې یو غټ مشکل د جینکو د لوبو په اړه د عامو خلکو بد نظر دی.

د سنبل خټک په خبره " زمونږ د کلی ماحول داسې دی چې مونږ به تلو نو سترګې به راپسې سمې ډیرې وې،خبرې به هم راپسې ډیرې کیدلې، هر چا به ویل جینۍ او کرکټ کول، دا ناممکنه شانتې خبره ده "

خو دغه ښځېنه لوبغاړې د خپلو هیلو پوره کولو په هڅه کې دغو مشکلاتو سره هره ورځ پخپل خپل انداز کې مقابله کوی. د کرکټ زنانه لوبغاړو لپاره د لوبو د میدانونو اؤ نورو اسانتیاؤ د نشتوالي یا کمي باوجود سنبل خټک غواړي چې د کرکټ په مېدان کې د خپل مور پلار او د صوبې نوم روښانه کړی.

د پېښور سره نزدې د داودزۍ کلی نه هره ورځ پیښور ته د کرکټ د لوبې پریکټس لپاره راتلونکې یوه بله ښځینه لوبغاړې سنبل لیاقت وایي هغه د کرکټ کولو له لارې د خپل پلار هغه ارمان پوره کول غواړی چې مدام یې غوښتل زوي یې باید د کرکټ قامی ټیم ته لاړ شی.

سنبل لیاقت وایي د هغې پلار د کرکټ لوبې سره ډیره زیاته مینه لري اؤ مدام یې دا خواهش څرګند کړی دی چې کاش زوي یې د پاکستان قامي کرکټ ټيم ته لاره پیدا کړي. د سنبل لیاقت په خبره " نو بس ما ورته وویل چې زما هم شوق دی، که د رور نه مې پاتې شوه نو زه به درله دا ارمان پوره کووم. نو د خپل شوق د وجې زه دې فیلډ ته راغلم او د ابو د وجې ما کرکټ سټارټ کړلو"

په پښتونخوا کې د ډیرو خلکو له منفي رویو باوجود څه مور پلار هم داسې شته چې د خپلو لوڼو د ارمان پوره کولو لپاره د هغوئ سره ودریږی او د ټولنې د تنقید څه پروا نه کوی. اورنګزیب خټک هم د کرکټ د یوې ښځېنه لوبغاړی پلار دی هغه وایي، د لوڼو اؤ زامنو تر منځ د توپیر پلوی نه دی.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي"زما د نورو خلکو غوندې اصول نه دی. ما باندې چې څومره د زوئ حق دی ، همدومره د لور حق دی ،ټیلنټ پیدا کول دا ستاسو کار دی دا ما فټبال ته هم ولېږله اوکرکټ هم کوي. سټیډیم کې ورسره پخپله ولاړ یمه. بوځم یې هم اؤ راولم یې هم"

څېړونکي وایي په پښتنه ټولنه کې نه یوازې لوبو لپاره له کورونو وتونکې جینکۍ د ټولنې د بدو رویو سره مخ کیږي بلکې که د تعلیم اؤ روزګار لپاره هم له کوره بهر قدم ږدي نو د خلکو بدې رویې اؤ بد نظرونه یې د وړاندې تګ په مخکې خنډ کیږي.

د کرکټ مینه والې دا پښتنې لوبغاړې وایي که د لوبو غوره اسانۍ او لږ ډاډ ورکړی شی نو دوئ دغو ټولو خنډانو سره مقابله کولی اؤ د کرکټ په لوبه کې دخپلې خاورې نوم روښانه کولی شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG