لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپينه ماڼۍ: صدر بايډن د اسرايل او حماس ترمنځ د يرغمل شوو د آزادۍ په تړون کې په شخصي توګه شريک وو


د امریکې د قامي سلامتیا د شورا ویاند جان کربي
د امریکې د قامي سلامتیا د شورا ویاند جان کربي

د امريکې د ملي امنیت د شورا د سټريټجيکي اړيکو رابطه کار جان کربي ويلي، د امريکې صدر جوبايډن په غزه کې د حماس لخوا د 50 يرغمل شوو د خوشي کولو په خبرو کې په شخصي توګه شريک کوو.

نوموړي دغه خبره د شورو/ چهارشنبې په ورځ په يوه مرکه کې کړې ده.

د حماس لخوا يرغمل شوو د خوشي کولو او په بدل کې یې د 150 فلسطينيانو ازادولو عمل د جمعې د ورځې پورې وروسته کړی شوی دی. د دې ترڅنګ د څو ورځو د جنګ بندۍ کولو او او غزې ته د امدادي مرستو رسولو هم ويل شوي دي.

د رپورټونو ترمخه د اسرايل او حماس ترمنځ د يرغمل شوو او بندي کسانو تبادله ښايي نه وشي او نن په جنګ کې د څو ورځو وقفه وشي.

جان کربي د وي او اې پيرس هوانګ سره په مرکه کې ویلي، اسرايل د حماس سره د جنګ ختمولو د چين اوسنۍ سفارتي هڅې ردوي.

د څيړونکو په خیال، د بيجنګ دغه هڅه ځان په منځني ختيځ کې د امريکې نه زيات باوري وړاندې کول وو چې په سیمه کې د امن دپاره هڅې کوي.

د جان کربي نه پوښتنه شوې، د اسرايل او حماس ترمنځ د يرغمل شوو دپاره خبرو کې د صدر بايډن څه رول وو؟

جان کربي په ځواب کې ویلي، "صدر (بايډن) په شخصي توګه د مشرانو په کچه په دغو خبرو کې شامل وو، تيره اوونۍ چې مونږ د ايشيا پېسفک د غونډې دپاره په سان فرانسسکو کې وو، صدر د قطر د امير سره خبرې کولې، هغه په خپله په شخصي توګه په دې شامل وو، په تازه حالاتو به یې ځان خبرولو، کله کله په ورځو کې څو ځله، چې خبرې څنګه روانې دي".

کربي زياته کړې، "هغه (صدر بايډن) د ملي امنيت ټول ټيم ته لارښوونه کړې وه چې په دغه کار کې سخت محنت وکړي د سي آی اې د ډايريکټر نه تر د بهرنيو چارو وزیر او ملي امنیت د مشاور پورې، چې په دې ډېر کار وکړي".

د جان کربي نه بله پوښتنه شوې، د عرب هيوادونو مشرانو د غزې په اړه د ګل/ دوشنبې په ورځ په بيجينګ کې غونډه وکړه ایا تاسو باور لرۍ دغه غونډه رغنده کېدی شي، او د (چين صدر) شي په دې معامله کې د مرستې هم ويلي؟ چې کله هغه تېره اوونۍ د صدر بايډن سره ليدلي وو؟

په ځواب کې نوموړي ويلي، "صدر شي به په خپله، خپله خبره وکړي چې هغه به څه وکړي که نه. صدر (بايډن) د صدر شي (ژين پينګ) سره د منځني ختيځ په مسله خبرې کړې او مونږ د صدر شي نه غوښتي چې په تهران کې خپل اثر وکاروي چې د (ايران) سپريم مشر ته دغه خبره ورسوي چې مونږ په دې کار کې څومره سنجيده يو او مونږ نه غواړو چې دا جګړه پراخه او تېزه شي".

هغه زياته کړې، "تهران په دې کې رول لوبولی شي که نه، نو دا يقيني چې صدر شي ته يو پېغام وو، او چين هم په دې سيمه ګټې لري. زمونږ کلکه هيله ده چې دوی به په سيمه کې خپل اثر ښکاره کړي".

د مسلمان هيوادونو د چارواکو پلاوی چې پکې د سعودي عرب، اردن، او انډونيشيا شامل دي د واشنګټن راتلو اراده لري تاسو پرې څه پېغام لرئ؟ په ځواب کې کربي ویلي، "تراوسه چې څه شوي نه دي په هغې د وخت نه وړاندې څه نه وايم، خو زما په خیال تاسو تمه کولی شئ چې زمونږ پېغام به هغه وي کوم چې وړاندې وو، مونږ په سيمه کې د خپلو همکارانو سره په ګډه کار دوامداره ساتل غواړو او په دې کې زمونږ سره ډېر همکاران مرستې کوي".

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG