لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا پخوانی سفارتکار کیوبا ته په لسهاوو کاله جاسوسۍ تورن شوی دی


د بوليویا دپاره د امریکا په یو پخواني سفیر مانوئل روچا باندې تور لګېدلی چې لږ تر لږه د ۱۹۸۱ کال راهېسي یې د کیوبا دپاره جاسوسي کوله.

دري اویا (۷۳) کلن روچا د جمعې په ورځ د فلوریډا ریاست په میامي ښار کې ګرفتاره کړی شو. په هغه باندې د څو جرمونو فډرل تورونه لګېدلي، په شمول د دې چې د یو غیرقانوني بهرني اېجنټ په توګه یې فعالیت کړی او یو په دوکه او فریب اخېستل شوی پاسپورټ یې استعمال کړی دی.

د درج شوي شکایت ترمخه، مانوئل روچا به د کیوبا د استخباراتي فعالانو سره ملاقاتونه درلودل او د امریکا حکومتي چارواکو ته به یې د خپلو سفرونو په اړه غلط معلومات ورکول. سرکاري وکیلانو وویل چې روچا د یو بهرني اېجنټ په حیث خپله پېژندګلوی پټه ساتلې وه چې ځان محفوظه کړي او په دې توګه د کیوبا حکومت دپاره په "خفیه فعالیت" کې دخیل پاته شي.

امریکا کې د قانون ترمخه دا لازمي ده چې که څوک د بهرنیو ادارو د مفاد دپاره کار کوي، نو باید د امریکا عدلیې وزارت سره ځان د بهرني اېجنټ په حیث رېجسټر کړي.

مانوئل روچا په کولمبیا کې پیدا شوی او وروسته یې بیا د امریکا شهریت ترلاسه کړی دی. سرکاري وکیلانو وویل، روچا د امریکا خارجه وزارت کې په څو عهدو کار کړی او دا موقع یې ترلاسه وه چې د حکومت هغو معلوماتو ته "منفرده رسائي" ولري کوم چې د عوامو له نظره پټ ساتل کیږي.

روچا په ۱۹۸۱ کال کې د امریکا خارجه وزارت کې دنده پیل کړه او تر هغه مخ ته ولاړ چې د ۱۹۹۷ او ۲۰۰۰ کلونو ترمنځ په ارجنټين کې د امریکا سفیر شو او وروسته بیا د ۲۰۰۰ نه تر ۲۰۰۲ پورې بولېویا دپاره د امریکا سفر پاته شو.

روچا په داسې وخت کې ګرفتاره کیږي چې د امریکا عدلیه وزارت د غیرقانوني بهرنیو فعالیتونو په برخه کې د جرمونو په ضد کاروایۍ سېوا کړې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG