کریملن د نهې په ورځ ویلي د روس صدر ولادیمیر پوټن د متحده عرب امارات اؤ سعودي عرب یو ورځنی سفر کوي اؤ په دې سفر کې کېدونکو خبرو اترو کې به پام د اسرایل اؤ حماس په جګړه وي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران صدر هم روانه اوونۍ کې د مسکو سفر کوي.
د کریملن ویاند دمتري پیسکوف ویلي پوټن د شورو/ چهارشنبې(نن) نه د دواړه ملکونو په سفر روانېږي.
هغه ویلي خبرو اترو کې به دوه اړخیزه اړیکو،داسرایل اؤ حماس جګړې اؤ نورو نړیوالو ستونزو ته پام ور ګرځولی شي.
ویاند ویلی د اوپیک پلس په اساس د تېلو د نرخونو ټاکلو په بابله چارې به هم دې خبرو کې د بحث لاندې راځي .
تر دې وړاندې د روس د بهرنیو چارو مشراوشاکوف هم د دوشنبې په ورځ د صدر پوټن سعودي اؤ عرب اماراتو ته د سفر اعلان کړی ؤ خو هغه ددې سفر غوڅه نېټه نه وه ښودلې.
مشاور اوشا کوف ویلي "زه هیله لرم چې دا مذاکرات به ډیر سودمند ثابت شي ، موږ دا خبرې اترې خورا مهمې ګڼو"
سعودي عرب اؤ متحده عرب امارات ته د روس صدر خپل دا سفرونه په داسې حال کې کوي چې روس د منځني ختیځ کې په شخړه کې د ثالثۍ په اړه پرمختګ ته لېواله دی.
د کریلمن ویاند دمتري پیسکوف دا هم ویلي دي چې پوټن به د زیارت په ورځ پخپله خاوره کې د ایران صدر ابراهیم رییسي ته هرکلی وایي.
صدر ولادیمیر پوټن د اکتوبر په میاشت کې د چین سفر کړی ؤ اؤ په دې وروستیو کې یې پخواني شوروي اتحاد کې د شاملو ریاستونو ګڼ شمیر سفرونه کړې دي.
(ددې رپورټ معلومات د ایسوي ایټډ پریس څخه اخستل شوي دي)
Forum