لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرفراز بګټي: د سي ټي ډي افسرانو ضد د مقدمې درج کېدل د اندېښنې خبره ده


د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي بلوچستان صوبه کې د عدالت لخوا د سي ټي ډي پوليس افسرانو پرضد مقدمې درج کېدو ته د "فکر لمحه" ویلي او زیاته کړې یې ده، "مونږ ته به سوچ کول وي که دا جګړه مونږ د رياست په حېث کوو نو مونږ ټولو ته به دا جګړه کول وي دا نه شي کېدی چې د سي ټي ډي په افسرانو مقدمه درج کړی شي".

د پاکستان په کړکیچ ځپلې صوبه بلوچستان کې په نهم دسمبر د پولیسو په ولکه کې د وژل شوي بلوڅ ځوان بالاچ مولا بخش د وژنې مقدمه د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیس افسرانو پرضد درج کړل شوې او د بلوچستان حکومت د پېښې د پلټنو لپاره د حقیقت موندنې کمیټي هم جوړه کړې وه.

د ډان ورځپاڼې ترمخه، د سي ټي ډي د ایس ایچ او دریو نورو مامورینو پرضد دا مقدمه د تربت د ضلعي جج په امر د بالاچ بلوڅ د پلار مولا بخش په مدعیت کې د تربت په سټي پولیس تاڼه کې درج کړل شوې وه.

د بلوچستان صوبې سي ټي ډي د نومبر د 22مې او 23مې ترمنځ شپه کې د څلورو کسانو د وژلو دعوه کړې، په وژل شوو کسانو کې بالاچ بلوڅ هم وو، د هغه کورنۍ تور لګولی بلوڅ د اکتوبر په وروستيو کې د کوره پورته کړی شوی، په 20م نومبر بيا د هغه ګرفتاري ښکاره کړی شوې، مقدمه پرې درج شوې په 21م نومبر عدالت ته وړاندې کړی شوی او عدالت د سي ټي ډي پوليسو ته د لسو ورځو په ريمانډ ورکړی وو.

د بالاچ بلوڅ د وژنې وروسته د هغه کورنۍ، مدني فعالانو او سياست والو احتجاجي پرلت پېل کړی او د هغه د عدالت نه لرې وژنې د مقدمې غوښتنه یې کوله چې د سي ټي ډي چارواکو ضد دې مقدمه درج کړی شي.

سرفراز بګټي نن د ګل/ دوشنبې په ورځ اسلام اباد کې يوې دستورې ته په وينا کې وويل، "بلوچستان کې پرون د سي ټي ډي يو ځوان زړوره افسر ووژل شو، څه موده وړاندې ترهګرو د هغه يو بل ملګری وژلی وو، یو اړخ ته هغوی د ترهګرۍ د چېلنج سره مخ دي او بل اړخ ته هلته زمونږ عدليه امر کوي چې په هغو دې مقدمه درج کړی شي، دا د فکر خبره ده، مونږ ته به سوچ کول وي چې مونږ څنګه دا جګړه کوو، مونږ ته به سوچ کول وي که دا جګړه مونږ ته د رياست په حېث کول وي نو مونږ ټولو ته به دا جګړه کول وي دا نه شي کېدی چې د سي ټي ډي په افسرانو مقدمه درج کړی شي".

هغه زیاته کړه، "د منظم سازش لاندې زمونږ په اسمبليانو کې ناست خلک د هغو ترهګرو دپاره قانوني غږونه جوړ شوي دي، زمونږ په ميډيا کې دغه رنګ غږونه جوړ شوي دي د دې ټولو غږونو غلي کول ډېر ضروري دي، که رياست ته دا جګړه ګټل وي نو د دې ګډوډي نه به ورته راوتل وي".

خو بګټي ونه ویل په اسمبليانو کې او په مطبوعاتو کې د ترهګرو دپاره څوک غږونه جوړ شوي دي.

بګټي دا هم وويل، "له پاکستان څخه به د ترهګرۍ ناسور ختمولی شي، د ترهګرۍ ضد تسلسل نشته، ګټل شوې جګړه بيا کولی شي، پاکستان ته به له چېلنجونو څخه ويستلو دپاره خپل ذهن پاکول وي چې د تشدد حق يواځې ریاست کارولی شي، که چا په هر نوم تشدد لاره خپله کړې ده هغه به لاس پرېکول وي".

نن د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي هم په يوه خبري غونډه کې دعوه وکړه، "په بلوچستان کې بلوچ يکجهتي کميټي او د بشري حقونو تش په نوم غړي ناڅاپه څنګه راپاڅېدلي دي او د يو ترهګر په حق کې د دروغجنې کيسو سره احتجاج کوي چې هغه بې ګناه وګرځوي".

اڅکزي د بالاچ بلوڅ نوم وا نه خستو خو وې یې ويل، بلوچ يکجهتي کميټي او د بشري حقونو تش په نوم غړي د بې ګناه خلکو دپاره غږ نه پورته کوي.

بلوچ يکجهتي کميټي اکثره د بې درکه بلوڅو دپاره احتجاجونه کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG