لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انوار الحق کاکړ: تشدد جواز جوړول اؤ ورته د بشري حقونو نوم ورکول په هیڅ صورت د منلو نه دي


د نهې- سه شنبې په ورځ کوټه کې طالبعمانو سره خبرو کې نګران وزیراعظم ویلي ټولنه کې د ژبې،مذهب اؤ نسل په نومونو ډلې جوړونکي جواز وړاندې کوي خو جواز ورسره هیڅ نشته.
د نهې- سه شنبې په ورځ کوټه کې طالبعمانو سره خبرو کې نګران وزیراعظم ویلي ټولنه کې د ژبې،مذهب اؤ نسل په نومونو ډلې جوړونکي جواز وړاندې کوي خو جواز ورسره هیڅ نشته.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاککړ وایي چې تشدد جواز جوړول اؤ هغې ته دانساني حقونو نوم ورکول په هیڅ صورت د منلو نه دي، حکومت د قوانینو له مخې په چا بندیز لګولی هم شي اؤ هغه ختمولی هم شي.

د نهې- سه شنبې په ورځ کوټه کې طالبعمانو سره خبرو کې نګران وزیراعظم ویلي ټولنه کې د ژبې،مذهب اؤ نسل په نومونو ډلې جوړونکي جواز وړاندې کوي خو جواز ورسره هیڅ نشته.

د بلوچ وسله والو ډلې فعالیتونو ته په اشارې سره هغه ویلي تشدد د جواز په توګه منل یا نه منل د ریاست فیصله ده، د کالعدم تنظیم خلکو به وژنې اؤ تشدد کولو، بې ایل اې اؤ بي ایل ایف هم دغسې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو یوې نړیوالې ادارې ایمنسټي انټرنیشنل له بلوچستان څخه د اسلام اباد پر لور د لاریون کوونکو پر نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړې او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې د دوی پر ضد مقدمې ختم کړی شي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د جبري بې درکیو پرضد د بلوچستان د تربت سیمې نه اسلام اباد ته د روان احتجاجي لاریون په ګډون والو د پنجاب ډیره غازي خان سیمه کې د ریاست لخوا د طاقت د بې ځایه استعمال په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.

نګران وزیراعظم وویل چې څوک تشدد د جواز په توګه وړاندې کوي نو ایین د هر څه لپاره لاره ویستې ده هغوي ته ایین د قامي اؤ صوبایي اسمبلیو په ټاکنو کې د برخې اخستو اجازه ورکړې ده.

د نګران وزیراعظم وینا وه چې په اتمه فرورۍ ملک کې انتخابات کیږي چې هغې کې د هېواد ټول وګړي خپل د نامزدګۍ کاغذونه جمع کولی شي اؤ په هیچا هیڅ بندیز نشته، دغه خلک دې په سیاسي توګه ځان پارلیمان ته ورسوي اؤ هلته دې د خپلو ستونزو په اړوند کوټلي انداز کې غږ پورته کړي.

هغه د بلوڅ ځوان بالاچ وژنې ته په اشارې سره وویل "همدا وس یو تن وژل شوی چې پلټنې یې کیږي خو په کوسټل هائی وی 15 سوځېدلي وؤ ، په هغې خو هیچا غږ نه و پورته کړی"

نوموړي وویل د رحیم یار خان نه بلوچستان ته مزدوران د خوارۍ مزدورۍ لپاره راغلي وؤ هغوي د حفاظت په خاطر په تاڼه کې ساتل شوي‌ وؤ خو ترهګرو دغه مزدوران هم ووژل اؤ پولیس یې هم ووژل ،مګر چا هم په دې پېښه د بشري حقونو غږ پورته نه کړو.

هغه پوښتنه راولاړه کړې چې ایا د انساني حقونو لپاره کومه ځانګړنه پکار ده؟

انوار الحق کاکړ وویل حکومت سره خورا زیات معلومات شته اؤ حکومت د قانون لاندې میډیا کې د څرګندونو کولو یا نه کولو صلاحیت لري اؤ میډیا ته هم د رایې څرګندولو ازادي د یو قانون لاندې ترلاسه ده.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG