لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي، غزه کې د اسرایل پوځي کاروایي دومره تباه کنه ده چې تاریخ کې یې مثالونه کم دي


څېړونکي وایي چې په غزه کې د اسرایلي پوځ عملیات، اوس په تاریخ کې تر ټولو خونړي او تر ټولو تباه کنه جنګونو کې شمېرل کېدی شي.

صرف په دوه میاشتو کې دغې جګړې دومره تباهي کړې چې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د شام د حلب ښار له مکمله وېجاړېدو، د اوکراین د ماریوپول ښار د ورانېدو، او یا به نسبي توګه په دویم عالمي جنګ کې د اتحادي ځواکونو له اړخه په جرمني باندې د بمباریو د ورانۍ نه هم زیاته ده.

د غزې په جنګ کې چې شاوخوا دوه نیمې میاشتې یې کیږي، تر اوسه دومره اولسي خلک وژل شوي چې د داعش ډلې په ضد د امریکا په مشرۍ د نړېوال ائتلاف په درې کلن جنګ کې دومره نه و وژل شوي.

د اسرایل پوځ په دې اړه ډېر وضاحت ندی ورکړی چې په غزه کې څه ډول بمونه او توپخانې استعمالوي، مګر په هغه ځای کې چې د بمونو او د توپونو ټوټې یا چرې موندل شوي او یا یې تصویرونه ارزول شوي، نو کارپوهان یقین لري چې اکثره دغه بمونه چې په غزې باندې غورځول شوي، د امریکا پیداوار دي.

کارپوهان وایي چې په دې کې داسې ستر بمونه هم شته چې وزن یې ۹۰۰ کلوګرامه دی او د ځمکې لاندې سرنګونه هم تباه کولی شي، او دغو بمونو په ډېره آبادۍ سیمو کې په سلهاوو کسان وژلي دي.

غزه کې د صحت چارواکي وایي چې د وژل شوو فلسطینیانو شمېر شل زرو (۲۰۰۰۰) ته په رسېدو دی، او په داسې حال کې نړېواله ورورولي دا مطالبه کوي چې ډزبندي دې وشي. اسرایل غواړي عملیات جاري وساتي، او وایي چې غواړي د حماس ډلې پوځي صلاحیتونه ختم کړي.

حماس ډلې د اکټوبر په ۷مه نېټه په ناڅاپي توګه د اسرایل په جنوبي سیمو حملې وکړې، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ نور یې ځان سره یرغمل یووړل. په وژل شوو او یرغمل شوو کسانو کې اکثره یې غیرپوځي او اولسي خلک و.

د امریکا حکومت اسرایل ته د وسلو لېږل جاري ساتلي دي. خو تېره هفته صدر بایډن په ښکاره دا خبره ومنله چې اسرایل د "بې باکه بمبارۍ" په وجه نړېوال ملاتړ بایلي.

غزه کې د تباهۍ اندازه

د کیوني ګرېجوېشن سېنټر څېړونکی کوري شېر او د امریکا د اورېګن یونیورسېټۍ پروفېسر جامون فان ډېن هوک چې دواړه د جنګي سیمو د تباهیو په نقشه سازۍ کې ماهرین دي، د کوپرنيکوس سنټاینل-۱ سټلایټ د ډېټا په جاج اخېستو سره ویلي چې د اسرایل د حملو په نتیجه کې، د غزې د شمالي برخې دوه په درېیمه برخه او په جنوب کې د خان یونس ښار یو په څلورمه برخه و ودانۍ/ډهانچې تباه شوې دي.

دغو دوو ماهرینو ویلي دي چې د غزې په جنوبي برخه باندې د اسرایل د حملو په صرف اولو دوه هفتو کې، په خان یونس سیمه کې د ورانو شوو ودانیو فیصدي قریب دوه برابره شوه. په دې کې د لسهاوو زره کورونو ترڅنګ، د سکولونو، هسپتالونو، مسجدونو او دوکانونو ورانېدل هم شامل دي.

د ډسمبر ۲۰مه نېټه، د غزې په جنوب کې په رفح سیمه کې د یوې بمبارۍ منظر
د ډسمبر ۲۰مه نېټه، د غزې په جنوب کې په رفح سیمه کې د یوې بمبارۍ منظر

د ملګرو ملتونو څارونکي وایي په ټوله غزه کې شاوخوا اویا فیصده د سکولونو ودانیو ته نقصان رسېدلی دی. د څارونکو وینا ده چې لږ تر لږه شپږ پنځوس (۵۶) زیانمن شوي سکولونه، د بېځایه شوو اولسي خلکو دپاره سرپناه وه. همدا شان ویل کیږي چې د اسرایل په حملو کې یو سل او لس (۱۱۰) مسجدونه او درې چرچونه وران کړی شوي دي.

اسرایل د اولسي خلکو د وژل کېدو ذمه واري د حماس په غاړه اچوي او وایي چې حماس په اولسي ځایونو کې خپل وسله وال ځای پرځای کوي.

کوري شېر، چې د فان ډېن هوک سره یې د څو جنګي سیمو – په شمول د حلب او ماریوپول – د جنګي تباهیو په نقشه سازۍ کار کړی دی، وایي: "غزه اوس د خلا نه په بل رنګ ښکاري. رنګ یې بدل شوی دی."

د امریکا یو پوځي تاریخپوهه رابرټ پېپ وایي، د 1942 او 1945 کلونو ترمنځ اتحادي قواوو د جرمني یو پنځوس (۵۱) ستر ښارونه بمباري کړل، د هغو ٪۵۰-۴۰ ښاري سیمې یې وېجاړې کړې. پېپ زیاته کړه چې دا تباهي، په ټول جرمني کې د لس فیصده ٪۱۰ ودانیو تباهي وه. خو په غزه کې د دغه قسمه تباهۍ فیصدي (٪۳۳) فیصده شوې ده. غزه صرف ۳۶۰ کلومټره مربع مساحت لري او د خاورې په نسبت یې، آبادي ډېره زیاته ده.

د اېسوشیټډ پرس خبري ادارې د رپوټ ترمخه، پېپ ویلي: "غزه په تاریخ کې د اولسي سزا تر ټولو شدید جنګ دی. دا جنګ اوس په آسانۍ سره د بمباریو یو له هغو کمپېنونو ګڼلی شو چې تر ټولو زیاته تباهي یې کړې ده."

د امریکا په مشرۍ پوځي اتحاد چې په ۲۰۱۷ کال کې د عراق د موصل ښار نه د داعش ډلې د شړلو دپاره حمله پیل کړه، دا په یو ښار باندې تر ټولو سختې حملې وګڼل شوې چې په نسلونو نسلونو یې مثال نه و لیدل شوی. د موصل په جنګ کې چې نهه میاشتې روان و، شاوخوا لس زره اولسي خلک ووژل شول، چې په دې کې د اېسوشیټډ پرس د یوې پلټنې ترمخه، یو په درېیمه برخه د پوځي ائتلاف د بمباریو په نتیجه کې وژل شوي و.

په لندن کې د ائروارز په نوم یوه آزاده ډله چې په جنګونو نظر ساتي، وایي چې د ۲۰۱۴ واخله تر ۲۰۱۷ پورې چې نړېوال پوځي اتحاد په عراق کې د داعش ډلې د ماتولو دپاره کوم عملیات ترسره کړل، په لړ کې یې په ټول عراق کې قریب پنځلس زره (۱۵۰۰۰) فضایي حملې وکړې. دې سره په مقایسه کې، د اسرایل پوځ تېره هفته وویل چې په غزه کې یې دوه ویشت زره (۲۲۰۰۰) فضایي حملې ترسره کړې دي.

د جې ډم بمونو وزن ۲۰۰۰ پونډ (۹۰۰ کلوګرامو) ته رسیږي
د جې ډم بمونو وزن ۲۰۰۰ پونډ (۹۰۰ کلوګرامو) ته رسیږي

د اسرایل پوځ وایي، هره فضایي حمله د قانوني ماهرینو د نظره تېریږي چې یقین حاصل شي د نړېوالو قوانینو سره مطابقت ولري.

د اسرایل د پوځ ترجمان اډمېرل ډانیال هګاري وویل: "مونږ د هر هدف دپاره، صحیح ګوله بارود انتخابوو، چې د غیرلازمي ورانیو سبب نشي."

د اېمنسټي انټرنشنل سره کارکوونکی د وسلو یو څېړونکی برایان کسټنر وایي تر اوسه په غزه کې د جې ډم (JDAM) په نوم د امریکایي بمونو او نورو وړو بمونو ټوټې لیدلی شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت یو پخوانی چارواکی مارک ګارلاسکو، چې اوس د جنګي جنایتونو د څېړونکي په توګه ملګرو ملتونو کې کار کوي، وایي: "دا بمونه ځمکه ویلې کوي. ټول بلډینګونه په ګونډو کوي."

هغه زیاتوي چې په خلاصه ځمکه باندې د ۹۰۰ کلوګرامه جې ډم بم چاودنه، په دېرش (۳۰) متره فاصلې کې چې هرڅوک وي، هغه ځای په ځای وژني او چرې یا ټوټې یې تر ۳۶۵ مټرو پورې رسېدلی شي.

څېړونکي وايي، د اکټوبر په ۳۱مه نېټه د غزې په جبالیا کېمپ کې د دغسې بم په غورځېدو، څه باندې سل (۱۰۰) اولسي خلک ووژل شول.

اسرایل وایي، په دې جنګ کې دوه مقصده لري: د حماس ډلې تباه کول او د هغو ۱۲۹ تنانو آزادول چې د حماس په قبضه کې یرغمل پاته دي.

اسرایل دعوه کړې چې د جګړې په یوولسو هفتو کې یې د حماس ګڼ شمېر ځایونه او په سلهاوو سرنګونه یې تباه کړي، او د حماس اووه زره (۷۰۰۰) وسله وال یې وژلي دي. د حماس د وسله والو شمېر د دېرش زره او څلوېشت زره ترمنځ اټکل شوی دی.

اسرایلي مشران وایي، سخت پوځي اقدامات او فشار، د یرغمل شوو کسانو د آزادولو یوازېنۍ لاره ده.

په بیت المقدس کې د اسټراټیجۍ او امن د انسټیټیوټ مشر اېفرایم اېنبار وایي، د ورانۍ پیمانه په دې وجه زیاته ده چې "حماس تر ډېره حده په اولسي آبادۍ کې ځان پټ کړی دی."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG