لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روغتیا نړیواله اداره وایي ګرده نړۍ کې د کرونا وایرس تازه پېښو کې 52 فیصدي اضافه شوې ده


د روغتیا نړیواله اداره ( ډبلیو ایچ او) وایي سږکال د 20م نومبر نه د 17م دسمبر تر مهال د تېرو 28 ورځو په پرتله د کرونا وایرس په نوؤ رامنځته شوؤ پېښو کې 52 فیصدي اضافه شوې ده اؤ په دې ورځو کې د کرونا وایرس مخې ته د راغلو نوؤ پېښو شمېره د اته نیم لکو نه اوښتې ده.

په ډان ورځپاڼه کې خپاره شوي د صحت د نړیوالې ادارې تازه معلومات ښیي چې د تېرو 28 ورځو په مقابله کې د کرونا وایرس نه د نوؤ مړینو شمیره 8 فیصدي راکمه شوې ده خو د 17م دسمبر کال 202 نه تر دریوؤ زرو زیات کسان په دې وایرس مړه شوي.

معلومات ښيي چې په نړیواله کچه تر اوسه د کرونا وایرس 77 کروړه اؤ 20 لکه پېښې مخې ته راغلي اؤ نزدې 7 میلیونه خلک په دې وایرس مړه شوي دي.

په دې وروستیو کې د هند په ګډون یو شمیر ملکونو کې د کرونا وایرس د یوې نوې بڼې په چټکتیا سره د خوریدو رپورټونه په مطبوعاتو کې مخې ته راغلي دي چې ورته جی این ون نوم اخستل کیږي.

د روغتیا نړیوالې ادارې پخپل تازه معلوماتو کې ویلي ددې نوي ویرینټ نه في الحال خلکو ته د ویریدلو زیات ضرورت نه شته اؤ د موجوده ویکسین له لارې د دې وایرس مخه نیول کیدای شي.

خو نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې کووډ اؤ نورې ناروغۍ دې یخ موسم کې زیاتیدای شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG