لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال عاصم منېر: دښمن مذهبي، نسلي اؤ سیاسي کمزورۍ استعمالوي، مونږ ته به یو کېدل وي


د پاکستان د پوځ سرلښکر، جنرل عاصم منیر
د پاکستان د پوځ سرلښکر، جنرل عاصم منیر

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر د ګل/دوشنبې په ورځ په پېنډۍ کې کرائسټ چرچ یا کلیسا ته ورغلی اؤ دغلته یې د مسیحیانو سره د کرسمس خوشحالي یو ځای نمانځلې ده.

هغه په دغه موقعه خپلو څرګندونو کې ویلي د پاکستان دښمن د مذهبي، نسلي اؤ سیاسي کمزوریو په استعمالولو مونږ کې درز پیدا کول غواړي ځکه نو په داسې حال کې به "مونږ ته د کوټلي هوډ په اساس د یو پیاوړي اؤ متحد قام په توګه راپورته کېدل وي."

د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي، جنرال منیر ټولنه کې د مذهبونو ترمنځ یووالي ته د ودې ورکولو په ضرورت ټینګار وکړو.

هغه وویل "اسلام مونږ ته د امن اؤ دوستۍ سبق راښایي اؤ د مذهبونو ترمنځ د همغږۍ ډاډګیرنه کوي چې دا د وخت مهم ضرورت دی".

په دې موقعه د پوځ مشر د پېښو چېلنجونو اؤ ستونزو د مقابلې لپاره د بیانونو اؤ پروپېګنډو پرځای د غوره نکته نظر، په رېښتونولۍ اؤ علم د اډاڼه رایې خپلولو په ارزښت ټینګار وکړو.

د پوځ بیان کې راغلي چې جنرال عاصم منیر د پاکستان د باني محمد علي جناح په 11 اګست کال 1947م کې دستور سازې اسمبلۍ ته د وینا دا ټکی بیا تکرار کړي دي چې "تاسو ازاد یئ، تاسو خپلو مندرونو ته د تګ لپاره ازاد یئ، تاسو د پاکستان ریاست کې خپلو جوماتونو یا نورو عبادتخانو ته تللو کې ازاد یئ".

خو د پوځ د سرلښکر د دې وینا برعکس پاکستان کې لږکي یا اقلیتونه وخت په وخت احتجاجونه اؤ نیوکې کوي چې مذهبي ازادۍ ترې تروړل شوي اؤ د جبر اؤ ستم نه په ډک چاپېریال کې ژوند کوي.

په پاکستان کې میشت اقلیتي مشران اؤ ټولنې نیوکې کوي چې پاکستان کې د دوي سره د مذهب په اساس توپیري چلند کیږي اؤ ژوند،عزت ابرو، حتی چې عبادتخانې یې هم خوندي نه دي.

سږکال په 16م اګست د پنجاب د فیصل اباد سیمې ترڅنګ په جړانواله سیمه کې د مذهب د سپکاوي په تورونو پاریدلو کسانو د مسیحي ټولنې ګڼ‌ شمیر کلیساوې اؤ کورونه سوځولي وؤ چې دپاکستان ترڅنګ ټوله نړۍ کې ددې پېښو کلکه غندنه شوې وه.

روان کال د مئ په میاشت کې په نړیواله کچه مذهب د ازادۍ په اړه د امریکې د حکومت ادارې یوناټېډ سټېټس کمېشن ان انټرنېشنل رېلېجس فريډم، یو اېس سي آی آر اېف، په خپل کلني رپورټ کې ویلي وؤ په پاکستان کې د مذهب د ازادۍ حالات مخ په خرابېدو دي او د احمدي ټولنې، عیسايي، هندو او سېک ټولنې غړي ځانونه په پاکستان کې غیر محفوظ ګڼي.

رپورټ کې ویل شوي چې په پاکستان کې په کال تېرکال2022م کې د هدفي وژنو، د اجتماع دلاسه د خلکو د وژل کېدو، په زور د خلکو د مذهب بدلولو او د اقلیتونو د عبادت ځایونو او د مقبرو د بې حرمتۍ پېښې کېدلې.

دغه رپورټ ته پاکستان کوم غبرګون نه ؤ ښودلی خو پاکستاني چارواکي وخت په وخت دعوې کوي چې لږکیو ته هیواد کې ټول حقونه اؤ د سر و مال تحفظ ترلاسه دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG