امریکا د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل چې توقع لري په پاکستان کې راتلونکي عام انتخابات په داسې یوه طریقه ترسره شي چې هم آزاد او منصفانه او هم د ملک د قانون مطابق وي.
ټاکل شوې ده چې په پاکستان کې عام انتخابات د فرورۍ په اتمه نېټه ترسره شي. مګر دغه جمهوري پروسه د وړاندې نه لا د داسې پراخو تورونو سره مخ شوې چې ګني د انتخاباتو نه مخکې لا په کې لاسوهنې روانې دي.
د امریکا د خارجه وزارت ویاند، مېټیو مېلر په واشنګټن کې یو خبري کنفرانس ته وویل: "دا د امریکا کار ندی چې پاکستان ته عین مطابق د تفصیلاتو هدایت ورکړي چې خپل انتخابات څنګه ترسره کړي. مګر دا واضحه کول دي چې مونږ غواړو داسې انتخابات وګورو چې په آزاد، منصفانه، او پرامنه طریقې سره ترسره شي، کوم کې چې آزادي رائ، د پرامنه مظاهرو او راغونډېدو آزادي، او بالاخره یو مکمل، پرانستې، د اعتبار وړ او متحرکه جمهوري پروسه په کې وي."
د امریکا د خارجه وزارت ویاند دا خبره د هغو الزاماتو په جواب کې وکړه چې د پاکستان د پوځ حمایت لاندې نګران حکومت، د بندیوان پخواني وزیراعظم عمران خان د سیاسي پارټۍ او د هغه د ممبرانو په ضد اقدامات پیل کړي چې غواړي په انتخاباتو کې اودرېږي.
عمران خان په یوه تازه مقاله کې چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ د برطانیې "دې اکانومېسټ" مجلې کې چاپ شوه، لیکلي دي چې د هغه د تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) آواز په غیرمنصفانه توګه چوپ کړی کیږي.
عمران خان پخپلې مقالې کې لیکلي: "زما د پارټۍ مشران، کارکنان، او د سوشل مېډیا فعالان، او ملاتړ کوونکي خبریالان، اغوا کړی شول، جېل ته واچول شول، شکنجه کړی شول او فشار ورباندې راوستل شو چې پي ټي آی پرېږدي. اکثره یې اوس هم بندیوان دي، او هر ځل چې عدالتونه هغوی آزادوي یا ضمانت یې منظوروي، بیا په هغو نوي الزامات لګول کیږي."
عمران خان پخپل مضمون کې زیاته کړې چې: "په دې سېناریو کې، آن که انتخابات ترسره هم شي، دا به یو ناورین وي او یوه ټوقه به وي، ځکه پي ټي آی د کمپېن کولو دپاره له خپل بنیادي حق نه محرومه ګرځول کیږي."
عمران خان د ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې، په پارلېمان کې د حزب اختلاف لخوا د عدم اعتماد رایې د لارې، له عهدې لېرې کړی شو.
عمران خان پخپل مضمون کې چې د اکانومېسټ مجلې کې چاپ شوی، خپل دا دعوې بیا هم تکرار کړي چې ګني د پاکستان پوځ او امریکا د هغه د لېرې کولو سازش جوړ کړی و ځکه غوښتل یې د یوې آزادې خارجي پالیسي او امریکایي عسکرو ته د پوځي اډو نه ورکولو په خاطر هغه ته سزا ورکړي.
د پاکستان حکومت او امریکا پخوا لا د عمران خان دا دعوې بې بنیاده بللي دي.
د امریکا د خارجه وزارت ویاند مېټیو مېلر نه چې د عمران خان د دې دعوې په باب بیا د زیارت/پنجشنبې به ورځ وپوښتل شول، نو هغه وویل: "فقط دومره به ووایم، لکه مونږ چې وړاندې هم ویلي دي، د پخواني وزیراعظم [عمران خان] دا الزامات بې بنیاده دي، او زه فکر کوم چې په همدې ځای به یې پرېږدم."
د انتخاباتو آزادو څارونکو او د بشري حقونو ډلو هم ورځ تر بلې د پاکستان د آینده میاشتې د انتخاباتو سالمیت او اعتبار باندې پوښتنې راپورته کړي، او د پي ټي آی په ضد د اقداماتو او مېډیا کې د سېنسرشېپ یادونې یې کړې دي.
د پاکستان د بشري حقونو د آزاد کمېشن یوې مشرې منیزه جهانګیر تېره هفته په اسلام آباد کې خبري کنفرنس ته وویل: "اوس مهال داسې کم شواهد موجود دي چې وښایي آینده انتخابات به آزاد، منصفانه، یا قابل اعتبار وي."
هغې د پي ټي آی په ضد اقدامات وغندل او هغه یې د نوموړې پارټۍ "سیسټماټیک تقسیم" وبللو.
منیزه جهانګیر نه چې کله پوښتنه وشوه چې آیا دا انتخابات د پوځ د اثررسوخ لاندې دي، نو هغې جواب ورکړ: "زه فکر کوم د هېچا په مازغو کې دا شک نشته چې د دې ملک تارونه د پوځ په ګوتو کې دي."
د پاکستان پوځ دا خبره ردوي چې ګني په انتخابي پروسه او یا سیاسي مسئلو کې مداخلت کوي، مګر ناقدین دا هسې د خولې خبرې ګڼي. پاکستان کې ډېرې پوځي کودېتاګانې شوي او پوځ ټولټال د دېرشو کلونو نه زیات په پاکستان حکومت کړی دی.
Forum