لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزې کې د جګړې ختمولو په اړوند په اسرایل د امریکې اؤ نړیوال فشار په سېوا کېدو دی


سپینې ماڼۍ ویلي د اسرایل لپاره دا یو غوره وخت دی چې په غزې کې د خپلو پوځی عملیاتو شدت کم کړی خو اسرایلي مشر د وسله والې ډلې حماس پرضد خپلو عملیاتو د لا چټک کولو هوډ ښکاره کړی دی.

د اتوار په ورځ ددې جګړې د سلو ورځو په پوره کېدو د امریکې له لوري د جګړې د شدت کمولو دریځ د نزدې ایتلافیانو ترمنځ د سیوا شوؤ اختلافونو غمازي کوي.

د اسرایل د دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ وویل چې د حماس سره د اسرایل د جګړې سخت پړاو به ډیر زر پای ته ورسیږي، خو هغه د اوربند خبره رد کړه.

یواوو ګیلنټ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د غزې په جنوبي سیمو کې د اسرایلي پوځ د "سختو عملیاتو" پړاو به ډېر زر پای ته ورسېږي. هغه وویل چې پوځ په دې وروستیو کې د غزې په شمال کې خپل پراخ ځمکني عملیات پای ته رسولي دي.

هغه وویل: "په دواړو ځایونو کې به، موږ بل پړاو ته زر ورسیږو."

ګیلنټ وویل چې اسراییل نشي کولی په بشپړ ډول په غزه کې خپل نظامي عملیات ودروي ځکه چې حماس به د نظامي فشار پرته نور یرغمل خوشې کولو ته راضي نه شي.

د اتوار په ورځ د اسرایل جنګي الوتکو شمالي اسرایل کې د حزب الله د میزایلي برید په جواب کې په لبنان کې اهداف په نخښه کړي وؤ، د حزب الله په دغه حمله کې دوه اسرایلي وګړي یوه بوډۍ زنانه اؤ د هغې زوی وژل شوي وؤ.

د دې حملو اؤ د دې په ځواب کې د کېدونکو حملو له امله د دې اندېښنې ارزښت په سیوا کېدو دی چې غزې کې روانه جګړه ټولې سیمې ته د پراخېدو سوب جوړیدای شي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس حمله کې نزدې 1200 کسان وژل شوي و اؤ 240 نور د حماس لخوا یرغمل نیول شوي وؤ چې د هغې جواب کې د اسرایل لخوا غزې کې په حماس پیل کړل شوؤ بریدونو کې تر دې مهاله د رپورټونو تر مخه د 24 نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت وایي تر په دې جګړه کې تر 60 زرو زیات کسان ژوبل شوي دي اؤ د غزې د 23 لکو وګړو څخه 85 فیصدي خلک بې کوره شوي دي چې په دې کې اوس زیاتره خلک د لوږې سره مخ دي.

د سي بي ایس په یو پروګرام کې د خبرو په مال د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت کونسل ویاند جان کربي ویلي امریکه د اسرایل سره خبره کوي چې په غزې کې باید د خپلو عملیاتو شدت کم کړي.

جان کربي ویلي ، "د دې کار لپاره دا غوره وخت دی اؤ مونږ دداسې کولو لپاره هغوي(اسرایل) سره خبرې کوؤ"

ددې جګړې له امله ټوله سیمه کې تاؤ تریخوالی په زیاتېدو دی ، اسرایل د لبنان د وسله والې ډلې حزب الله سره تقریباً هره ورځ نښتې کوي اؤ ایران پلوه ملیشې شام اؤ عراق کې امریکایي اهداف په نخښه کوي.

ددې تر څنګ د یمن حوثي یاغیان نړیوال سمندري جهازونه په نخښه کوي چې له امله یې تېره اوونۍ امریکا هوایي برید ته هم اړ شوې وه.

د حزب الله مشر حسن نصرالله وایي د هغه ډله به تر هغې له بریدونو لاس نه اخلی تر څو چې په غزې کې روانه جګړه نه وي ودرول شوې.

ددې جګړې د سلو ورځو په پوره کېدو د اتوار په ورځ په اروپا اؤ منځني ختیځ کې لکونه خلک سړکونو ته د مظاهرو لپاره راوتلي وؤ.

په دې متضادو مظاهرو کې یو خوا هغه احتجاج کوونکي وؤ چې د سرایلي یرغمالیانو د خوشې کولو غوښتنه یې کوله اؤ بل لوري ته هغه مظاهره چیان وؤ چې غزې کې یې د جګړې ودرولو شعارونه ورکول.

د اتوار په شپه ناوخته د حماس لخوا خپرې شوې یوې ویډیو کې لیدل کیږي چې درې اسرایلي یرغمالیان پکې خپل حکومت نه د جګړې ختمولو غوښتنه کوي ترڅو هغوي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

بل لوري ته د اسرایلي یرغمالیانو پلویانو اؤ د کورنیو غړو تل ابیب کې خپل د څلېریشتو ساعتو احتجاج ختم کړی چې مقصد یې دحکومت نه د یرغمالیانو د بیا راوستلو غوښتنه کول وؤ.

په اسرایل غزې کې د جګړې ختمولو لپاره نړیوال فشار په زیاتېدو دی خو اسرایل اوس هم دامریکې سفارتي اؤ پوځي مرسته اؤ ملاتړ لري ، اسرایل دریځ لري چې جنګ بندي به د حماس د بریالیتوب په سره سمه وي خو اوس ددې جګړې د شدت سره د امریکایانو اخلافات مخې ته راتلل پیل شوي دي.

تېره اوونۍ د سیمې د سفر په مهال د امریکې خارجه وزیر انټني بلنکن د عامو وګړو د وژنو راکمولو اؤ غزې ته د بشري مرستو د رسد سیوا کولو په اړوند خپل دریځ یو وارې بیا تکرار کړی ؤ اؤ اسرایل ته یې په دې هکله د ګامونو اخستو ویلي وؤ.

په لویدیځه غاړه کې هم تاو تریخوالی په زیاتېدو دی چرته چې د روغتیا فلسطیني چارواکي وایي د اسرایلو په ډزو کې څه درې نیم سوه فلسطینیان وژل شوي دي

اسرایل دریځ لري چې په زیات شمیر کې د خلکو د وژنو ذمه وار حماس دی چې ددغه ډلې خلک ښاري سیمو ته ننوتلي اؤ د خلکو کورونه دحملو لپاره استعمالوي .

( ددې رپورټ مواد د ای پي خبري اژانس نه اخستل شوي دي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG