لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سویټزرلېنډ او چین خپلو کې د آزاد تجارت او بغیر د ویزې تګ راتګ باندې خبرې کوي


د چین سرکاري مېډیا رپوټ ورکړی چې چین او سویټرزلېنډ د ګل/دوشنبې په ورځ په دې اتفاق وکړ چې خپلو کې د آزاد تجارت تړون ته د رسېدو او د دغو ملکونو ترمنځ د تګ راتګ دپاره د ویزې په طریقه کار کې په آساني راوستلو باندې مذاکرات تېز کړي.

د سینهوا سرکاري خبري ادارې د رپوټ ترمخه، چین او سویټزرلېنډ دې اتفاق ته رسېدلي چې د ۲۰۱۳ کال راهیسي پرځای شوي آزاد تجارت تړون ته د وسعت ورکولو دپاره باقاعده سرکاري مذاکرات تر ټاکلي وخت وړاندې پیل کړي.

په رپوټ کې دا یادونه هم شوې چې چین د سویټزرلېنډ شهریانو دپاره د ویزې بغیر چین ته د مسافرت کولو اجازت باندې راضي شوی دی.

د کرونا عالمي وبا راوروستو، دا د یادو ملکونو ترمنځ په لوړه کچه اولنی ملاقات و.

د چین د پلاوي مشري د وزیراعظم لي چیانګ په غاړه وه، چې د سويټزرلېنډ له صدر او دفاع وزیر سره یې د اتوار/یکشنبې په ورځ په زوریخ کې وکتل.

تر دې وړاندې په کال ۲۰۱۷ کې د چین صدر شي جن پنګ د سویټرزلېنډ دوره کړې وه. دا ځل وزیراعظم لي چیانګ ته د زوریخ نه وروستو، په سرښار برن کې هم د هرکلي شانداره دستوره جوړه شوې وه.

د سویټزرلېنډ حکومت په یو بیان کې ویلي چې دواړو اړخونو "په ژورو او پراخو دوه اړخیزو تعلقاتو بحث وکړ چې خبرې یې په دېرشو (۳۰) مسئلو راڅرخېدلې، او په یو لړ بین الاقوامي جاري حالاتو هم خبرې وشوې."

د ۲۰۱۰ کال راهېسي، چین د سویټزرلېنډ تر ټولو اهم تجارتي شراکت دار پاته شوی او د یورپي اتحاد او امریکې نه پس، په نړېواله کچه هم د چین درېیم اهم تجارتي شریک ګڼل کیږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG