د هند په ایودهیا کې چې څو ورځې وړاندې د رام مندر پرانېسته وشوه، دې ګام هم په تنقیدونو او هم په ستاینو بدرګه شو چې دې سره د نړۍ د لویې آبادۍ په ستر جمهوریت، هند کې د مذهبي روادارۍ پر سر اوږد مهاله کشیدګیو یو ځل بیا سر راپورته کړ.
د رام مندر د بابري مسجد په خاوره جوړ شوی، او بابري مسجد چې په شپاړسمه سدۍ کې جوړ شوی و، کلونه وړاندې د انتهایي پسنده هندواڼو په لاس ونړېدلو. اوس هلته کې د هندو مذهب د عبادتخانې جوړېدلو ته مختلف قسمه عکس العملونه ښودلی شوي دي. مذهب پاله هندواڼو د هغه مندر په مکمل کېدو جشنونه کړي، خو مسلمانې ډلو او بین الاقوامي څارونکو بیا په دې باندې خفګان څرګند کړی دی.
د مذهب د نړېوالې آزادۍ په برخه کې د امریکا کمېشن (یو اس سي آی آر اېف) وي او اې ته په یو لیکلي جواب کې ویلي: "[مونږ] په ایودهیا کې د ړنګ کړی شوي بابري مسجد پر ځمکه باندې د رام مندر په دې وروستي جوړېدو او پرانېستې باندې خفه یو. دا په هند کې د عبادتځایونو د امن په حوالې سره د فکرمندۍ یو مثال جوړولی شي، د هغو عبادتځایونو چې زیاتره زیانمن او یا وران کړی شوي، د مثال په طور د مانيپور په تشدد کې."
د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې، په مانیپور کې د تشدد په نتیجه کې شاوخوا یو سل او پنځه اویا (۱۷۵) کسان ووژل شول او په سلهاوو عبادتځایونه وېجاړ کړی شول.
د اسلامي همکاریو تنظیم (او آی سي) چې اووه پنځوس مسلمان ملکونه یې غړیتوب لري، ویلي دي چې په هند کې د اسلامي نښو او ودانیو تباهي غندي.
ویلی کیږي چې د هند وزیراعظم نرېندرا مودي په ایودهیا کې د رام مندر د پرانېستلو نه وړاندې، یوولس ورځې روژې نیولې وې او دعاګانې یې کولې. د ایودهیا آبادي درې میلینه ده، او په هغه کې پنځه لکه یې مسلمانان دي.
مودي د ګل/دوشنبې په ورځ خپله وینا کې، چې د بابري مسجد هېڅ قسمه یادونه په کې نه وه شوې، وویل: "نن زمونږ خدای رام راغلی دی. د پېړیو انتظار وروستو، زمونږ رام رارسېدلی دی."
په ۱۹۹۲ کال کې چې بابري مسجد وران کړی شو، نو په نتیجه کې یې په ټول هند کې پراخ فرقوي تشدد رامنځ ته شو، چې له امله یې لږ تر لږه دوه زره (۲۰۰۰) کسان ووژلی شول.
که څه هم د هند سپریم کورټ په کال ۲۰۱۹ کې د هندواڼو د مندر جوړېدل منظور کړل، خو د هند سېکولر آئین دا منعه کوي چې حکومت دې په مذهبي منصوبو خرچې وکړي. د رام مندر جوړېدو ته په خصوصي ډول درې سوه شپېته (۳۶۰) میلینه ډالر چنده راټوله کړی شوه.
یو نوی هندوستان
د ګل/دوشنبې په ورځ مودي، چې د هندو قامپرستۍ د اشاعت تورونه ورباندې لګولی کیږي، د ملک د اوږدمهاله آیندې تصور یې چې څرګندولو، نو د "سپېڅلي هند" لفظ یې استعمال کړ.
وزیراعظم مودي په زرهاوو هندو عبادت کوونکو ته چې د نوي مندر د بهرنۍ برخې د پرانېستې دستورې ته ورغلي و، وویل: "د دې مندر د ودانۍ په مکمل کولو، اوس مونږ ټول د یو قامي، قابل، کامیاب، ښکلي او الهي/سپېڅلي هند د جوړولو ژمنه کوو."
په کال ۲۰۱۴ کې واک اختیار ته د مودي د رسېدو راهېسي، د بشري حقونو ډلو او آزادو څارونکو خبردارۍ ورکړي چې په هند کې مذهبي رواداري ورځ تر بلې په کمېدو ده.
د مذهب د نړېوالې آزادۍ په برخه کې د امریکا کمېشن (یو اس سي آی آر اېف) په کال ۲۰۲۳ کې د امریکې په حکومت غږ وکړ چې هند دې د افغانستان، شام، نایجریا، او ويټنام په شان ملکونو کې په هغه لېست کې شامل کړي چې د مذهبي آزادۍ له اړخه د خاصې فکرمندۍ قابل دی.
د یاد کمېشن یو ممبر، وي او اې ته په لېږل شوي بیان کې وویل: "یو اېس سي آی آر اېف په هند کې د مذهبي آزادۍ د وضعیت په اړه اظهار فکرمندي جاري ساتي."
هند کي د رام مندر په داسې وخت کې پرانېستلی شو چې سږ کال هلته کې عام انتخابات هم کېدونکي دي او ځیني څېړونکي وایي چې رام مندر به په انتخاباتو کې د یو اهم سمبول په توګه استعمال کړی شي.
هند یو زر او څلور سوه میلینه آبادي لري، چې اتیا فیصده (٪۸۰) یې هندواڼ دي او د مسلمانانو آبادي، شاوخوا دوه سوه میلینه ګڼل شوی دی.
Forum