د یو نوي رپوټ ترمخه، امریکایي چارواکي په دې امید دي چې که د مرکزي اېشیا ریاستونه په خطه کې موندل شوي نایاب زمیني عناصر په اعلی ارتکاز استخراج کړي، نو په دغو ارزښتمنو عناصرو به د چین اجاره داري یا مناپولي ماته شي. کمیابه نایاب عناصر د اعلی ټېکنالوجۍ په زیاتره پیداوار کې کارول کیږي.
په امریکا کې د ټېکس او سرمایه کارۍ بین الاقوامي مرکز د خپلې مطالعې په نتیجه کې خبرداری ورکړی چې که په دې برخه کې څه ګام وانخستلی شي، نو د ټېکنالوجۍ په برخه کې به چین د یوې "فیصله کنې فایدې" سره پاته شي. د اعلی ټېکنالوجۍ سېکټر، د پاکې انرجۍ، د وسلو د زیاتره عصري سیسټمونو، او نورو پرمختللو ټېکنالوجیو دپاره ډېر اهم ګڼل کیږي.
په رپوټ کې دا هم ویلی شوي چې د نایابه زمیني عناصرو د استعمال په پراخه کېدو سره، په دنیا کې د دې عناصرو په سر ځغل یا سیالي هم تېزه کیږي، او هغه هم په داسې یو حال کې چې "جیوسټراټیجیک او جیواکانمیک کشیدګۍ یو دم سېوا شوي دي."
چین د نړۍ په کچه تر بل هر ملک ډېر نایابه زمیني عناصر لري، او تر اوسه یې ضرورت ندی پیدا کړی چې د مرکزي اېشیا نه اضافي دغه عناصر درامد کړي. چین کې د وسپنې نیولې بیا تر یورانیمو پورې د مختلف قسمه منرالونو کافي اندازه قدرتي ذخیرې موجودې دي.
خو رپوټ وایي چې دا اجاره داري به تر آخره دوام پیدا نکړي، ځکه د چین ډېر ستر دی او د کمونسټې پارټۍ لخوا دا هلې ځلې کیږي چې په نړېواله کچه د نایابه عناصرو په برخه کې بالادستي وساتي.
قزاقستان کې چې د مرکزي اېشیا د تېلو تر ټولو ډېرې قدرتي ذخیرې لري او خطه کې غټ اقتصاد دی، د نړۍ تر ټولو سترې د کرومیوم قدرتي ذخیرې او د نړۍ دویم لمبر د یورانیمو قدرتي ذخیرې په کې شته دي. د دې ترڅنګ، نور نایابه عناصر هم لري.
ماهرین دا هم وایي چې د نایابه عناصرو پراخې قدرتي ذخیرې د قزاقستان ترڅنګ، په قرغېزستان، ازبکستان، او د تاجکستان په پامیر غرونو کې هم شته دي.
Forum