د امریکې پوځ ويلي، د اتوار/ يکشنې په ورځ ناوخته یې په خپله دفاع کې، په يمن کې د حوثي ياغيانو د ولکي لاندې علاقه کې ميزايل بريدونه کړي دي.
د امریکې مرکزي کمانډ (سېنټکام) ويلي، په بريد کې یې څلور د سمندري بيړيو ضد ميزايلې په هدف کړي کومې چې په بحېره احمر کې په سمندري بېړيو حملو دپاره تيارې کړی شوې وې.
سېنټکام ويلي، دغه ميزايلې په سيمه کې د امریکې سمندري بيړيو او تجارتي بېړيو ته ګواښ وې.
دا د ايران پلوه، هغو وسله والو ضد د امریکې تازه حمله ده څوک چې په بحېره احمر کې سمندري بېړۍ په نخښه کوي.
له دې وړاندې د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سېلوين د (سي اېن اېن) ټي وي په (سټېټ اف دې يونين) پروګرام کې ويلي وو، د امریکې صدر جوبايډن به "هغه څه وکړي کوم چې د هغه په نظر ضرورت وي"، که چرته په منځني ختيځ کې د امریکا د سمندري ځواکونو په بېړۍ يا بحېره احمر کې په تجارتي بېړيو نورې حملې وشوې.
سېلوين ویلي، امریکا په منځني ختيځ کې د جګړې پراخېدو څخه ډډه کوي. امریکې او برتانیې په ګډه د ايران پلوه وسله وال په نخښه کړي دي.
د جمعې په ورځ امریکې په عراق او شام کې د ايران انقلابي ځواک او پلويانو یې، 85 اهداف په نخښه کړی وو، دغه بريدونه د هغې په ځواب کې شوي چې په اردن کې د امریکې د پوځ په يوه اډه بريد کې درې امریکايي پوځيان وژل شوي وو.
له دغې وروسته د خالي/ شنبې په ورځ امریکې او برتانيې په يمن کې د حوثيانو لږ تر لږه 36 اهداف په نخښه کړي او د اتوار په ورځ یې په خپله دفاع کې د حوثيانو ميزايلې ويشتي دي.
سېلوين ويلي، امریکا لا هم په عراق او شام کې په ايران پلوه وسله والو د حملو او" ورته د اوښتي تاوان جاج اخلي".
هغه زياته کړې، "هره حمله یې په سيمه کې د ایران پلوه وسله والو توان راکموي، امريکا به اقدام کوي چې کله پرې حمله کيږي"، خو نوموړي ویلي، امریکا دا هم يقيني کوي " چې د مينځني ختيځ په جګړه کې ښکېل نه شي، مونږ د خپلو ځواکونو دفاع کوو".
امریکې په وروستيو کې په ايران کې دننه د حملو نه کولو ويلي خو سېلوين ويلي، "زه په ايران کې دننه د حملې کېدو يا نه کېدو نه شم ويلی".
حوثیانو د خالي په ورځ په ډاګه ويلي، نه په شا کيږي.
حوثي چارواکي محمد البخيتي په اېکس (پخواني ټويټر) ويلي، "د اسرايل ضد پوځي عمليات به تر هغه وخته روان وي څو پورې چې په غزه کې نسل وژنه نه وي ودرېدلي او د غزې محاصره نه وي ختمه شوې، که د دې مونږ ته هر څومره قيمت د غاړې کيږي".
روس د ګل/ دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا د بېړنۍ غونډې خواست کړی چې د امریکې په منځني ختيځ کې حملو باندې پکې بحث وشي.
Forum