لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران حمایت لاندې ملېشو په امریکایی قواوو باندې خپلې حملې بیا پیلې کړې دي


په شام کې د ایران حمایت لاندې ملېشو یو ځلي بیا امریکایي او د امریکا اتحادي ځواکونه په نښه کړي دي او لږ تر لږه درې حملې یې د امریکایي عسکرو په مرکزونو ترسره کړي دي. دا تازه حملې پس د هغه ترسره کیږي چې امریکا په اردن کې د خپلو درېیو عسکرو د وژل کېدو او څه باندې څلوېښتو نورو د ژوبلېدو په انتقام کې، په دې مقصد چې منځني ختيځ کې د خطرې پېښوونکو ملېشو صلاحیت تباه کړي، یو لړ بمبارۍ وکړلې.

د امریکا د پوځ چارواکو وي او اې ته وویل چې دغه تازه حملې د ګل/دوشنبې په لومړیو ساعتونو کې وشوې، او په یوه حمله کې یو راکټ د شام په ختیځ کې د امریکا او اتحادي ځواکونو په یو پوځي مرکز راوغورځېدلو.

چارواکو زیاته کړې چې په دې حمله کې چا ته کوم ځاني نقصان ندی رسېدلی.

خو تر دې وړاندې د اتوار/یکشنبې په ورځ د شام ډېموکرېټیک قواوو باندې، چې د امریکا حمایت ورسره دی، یوه حمله وشوه او هغه کې ځاني نقصان پېش شوی دی. د امریکا پوځي چارواکي وویل چې دير الزور ښار ته څېرمه د عمر تېلو په ساحه کې په یوه پوځي اډه د خودکشه ډرون حمله وشوه او هغې کې د شام ډېموکرېټیکو ځواکونو (اېس ډي اېف) عسکرو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

د اېس ډي اېف ترجمان، فرهاد شامي په سوشل مېډیا ویلي دي چې د ډرون په دې حمله کې د هغوی شپږ عسکر وژل شوي دي.

د اېس ډي اېف دغې اډې ته نږدې، د امریکایي ځواکونو یو مرکز هم موجود دی چې ګرین وېلج نومیږي.

همدا راز امریکا د دې خبر پخلی کړی چې د جمعې په ورځ هم د ایران حمایت لاندې ملېشو د امریکایي قواوو اډه په نښه کړې مګر د کوم نقصان رپوټ ندی ورکړی شوی.

د جمعې ورځې ناوخته امریکا په شام او عراق کې په اوو مواقعو کې پنځه اتیا (۸۵) اهداف د فضایي حملو نښه وګرځول او په شاوخوا نیمه ګېنټه کې یې څه باندې یو سل او پنځه ویشت (۱۲۵) بمونه وغورځول.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې د جمعې د ورځې دا حملې په دې نیت وشوې چې د ملېشو لاجېسټیکي صلاحیتونو کې خلل پیدا کړی شي. د دوی په وینا، د امریکا انتقامي کاروايۍ کې د ملېشو د کمانډ او کنټرول مرکزونه، د ډرون او میزائیلو ذخیرې، او نور اهم تنصیبات په نښه کړی شول.

واشنګټن دا خبرداری هم ورکړی چې دا کاروایۍ لا ختمې شوې ندي او په آینده ورځو کې به هم دغسې حملې دوام ولري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG