لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فافن: انتخاباتو کې په ازادۍ سره د رایې ورکولو لپاره باید ټولې قانوني غوښتنې پوره کړل شي


د ازادو اؤ رڼو ټاکنو د څار شبکه "فافن" وایي پاکستان کې د انتخاباتو د عمل د ارزښت پځای ساتلو لپاره قانوني غوښتنې پوره کول زیات مهم دي اؤ د رایې ورکوونکو لپاره په ازادۍ سره د رایې ورکولو دعمل باوري کولو په غرض ټولې اړونده خواوې باید ګډې هڅې وکړي.

فافن وایي د الیکشن قوانینو له مخې د رایو د شمېرنې اؤ د نتیجو تیارولو د عمل روڼتیا لپاره به هم ګډې هڅې کول وي اؤ د باور وړ ټاکنو له لارې د ټولو سیاسي ګوندو اؤ ولس باور پځای کیدای شي.

په پاکستان کې سبا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ عامې ټاکنې کېدونکي دي چې د دې ټاکنو لپاره ټولې تیارۍ سرته رسول شوي دي خو د ټاکنو نه وړاندې د یو ستر سیاسي ګوند تحریک انصاف مشرانو تورنه لګولي چې هغوي ته انتخاباتو کې هغه رقم خلاص میدان نه دی ورکړل شوی څنګه چې مسلم لیګ نواز ګوند ته ورکړل شوی دی.

فافن هم پخپل رپورټ کې ویلي چې یو شمیر سیاسي ګوندونو د انتخاباتو د میدان د هواري یا لیول پلیننګ فیلډ ستونزه راپورته کړې ده خو ویلي یې دي چې دا هم یو حقیقت دی چې ټول سیاسي ګوندونه د جمهوریت په دې زغل کې شامل دي.

د فافن رپورټ کې غوښتنه شوې ده چې الیکشن کمیشن باید د انتخابي قانون د 8 بي دفعې لاندې ورکړل شوي اختیارات د ریټرننګ افسرانو په فیصلو د نظرثانۍ لپاره استعمال کړي.

فافن وایي د دفعه 8 بي په اساس الیکشن کمیشن واک لري چې د ریټرننګ افسرانو لخوا د ووټونو مسترد کولو په فیصلو هم نظرثاني وکړي .

یادې شبکې زیاته کړې ده چې پریزایډنګ افسران باید پابند کړل شي چې انتخاباتو کې امیدوارانو، پولنګ ایجنټانو اؤ څارونکو ته د رایو د شمېرلو د عمل د مشاهدې اجازه ورکړي.

فافن غوښتنه کړې ده چې کومې حلقې ته څومره د رایو ورکولو پاڼې ورکول کیږي د هغې شمېره دي په اتمه فرورۍ د رایې ورکولو د وخت ختمېدو نه وړاندې د الیکشن کمیشن په ویب پاڼه خپره کړل شي.

د فافن غوښتنو کې ویل شوي چې څارونکو ته دې د رایې اچونې د عمل نه وړاندې اؤ د رایې ورکولو په مهال د مشاهدې کولو کوټلې موقعې ورکړل شي اؤ انتخابي امیدوارانو اؤ دهغوي استازو ته دې د ووټونو د شمېر فارم 45 اؤ د بیلټ پیپرو د شمیر فارم 46 ورکول باوري کړل شي.

فافن وایي ریټرننګ افسران دې پابند کړل شي چې امیدوارانو د هغوي استازو اؤ مبصرینو ته دې د فارم 47، 48،اؤ 49 نقلونه ورکړل شي اؤ د میډيا نماینده ګانو ته دې هم د رایې اچونو مرکزونو ته د ننوتلو اؤ د انتخابي عمل د رپورټنګ اجازه ورکړل شي.

فافن وایي د ښځو ووټرانو د مخنیوي د هرې هڅې پرضد باید قانوني ګامونه واخستل شي

د پاکستان د قامي اسمبلۍ 266 څوکۍ لري چې په دې څوکیو د ټول هیواد څخه سبا د 5121 امیدوارانو ترمنځ سیالۍ کیږي.

د قامي اسمبلۍ په دې 266 څوکیو 4800 سړي، 312 ښځې اؤ دوه نرښځیان الیکشن ته ولاړ دي.

د څلور واړو صوبایي اسمبلیو په 593 څوکیو بیا د 12695 امیدورانو تر منځ مقابله کېدونکې ده.

د الیکشن کمیشن د شمېرو ترمخه پاکستان کې ټول 12 کروړه،85 لکه، 50 زره اؤ 760 کسان د ووټرانو په توګه رجسټرډ دي.

تر ټولو زیات رایې ورکوونکي یا ووټران په پنجاب صوبه کې رجسټرډ دي چې شمیره یې 7کروړه، 32 لکه، 7 زره اؤ 896 ده اؤ بیا ور پسې په دویم نمبر سیند صوبه کې تر ټولو زیات ووټران دي چې الیکشن کمیشن یې شمیره 2 کروړه،69 لکه،94 زره اؤ 769 ښودلې ده.

په خېبر پښتونخوا صوبه کې رجسټرډ ووټران 2 کروړه،19 لکه، 28 زره اؤ 129 ده اؤ په بلوچستان کې بیا 53 لکه، 71 زره اؤ 947 کسان د ووټرانو په توګه رجسټرډ دي.

پلازمینه اسلام اباد کې د رجسټرډ ووټرانو شمیره 10 لکه 83 زره اؤ 29 ده۔

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG