لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمود خان اڅکزي اؤ خوشحال خان کاکړ د قامي پارلیمان څوکۍ وګټلې


Mahmood khan achakzai and Khushal khan kakar
Mahmood khan achakzai and Khushal khan kakar

د پاکستان په عمومي ټاکنو کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی اؤ د پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ مشر خوشحال خان کاکړ د قامي اسمبلۍ خپلې څوکۍ ګټلې دي.

محمود خان اڅکزي تر دې وړاندې تور پورې کړی ؤ چې ټاکنې یې ګټلې دي خو د هغه د ګوند د بریالیو کاندیدانو د نتیجو بدلولو هڅه روانه ده

ښاغلی اڅکزی په اتمه فرورۍ ترسره شوؤ انتخاباتو کې د قلعه عبدالله کم چمن د حلقه این 266 نه د قامي پارلیمان څوکۍ ته کاندید ؤ خو د انتخاباتو نتیجه یې د ځنډ سره مخ وه.

پاکستاني رسنیو د غیر حتمي اؤ غیر سرکاري نتیجې له مخې ویلي چې محمود خان اڅکزي 67 زره اؤ 28 رائ اخستي اؤ مخالف کاندید یې د جمعیت علماء اسلام مولانا صلاح الدین 58 زره اؤ 439 رای اخستي اؤ په دویم نمبر ورپسې راغلی دی.

خو د الیکشن کمیشن په ویب پاڼه بیا ددغه حلقې نتیجه لا تر دې دمه نه ده خپره شوې

همدا شان د پاکستان الیکشن کمیشن د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند د مشر خوشحال خان کاکړ د قامي اسمبلۍ د څوکۍ ګټلو نتیجه هم خپره کړې ده.

خوشحال خان کاکړ دبلوچستان ن این اد 251 شېراني کم ږوب کم کلاسیف الله څخه د قامي اسمبلۍ سیټ ته ولاړ ؤ اؤ د الیکشن کمیشن غیر حتمي نتیجه ښایي چې هغه 45 زره اؤ 712رایو په ګټلو سره دا څوکۍ ګټلې ده.

د خوشحال خان کاکړ مقابلې ته ولاړ د جمعیت علماء اسلام ګوند کاندید سید سمیع الله 44 زره اؤ 763رائ اخستي اؤ په دویم نمبر راغلی دی.

په پښتنو قام پاله سیاست مدارانو کې زیاتره قامي اؤ صوبایي اسمبلیو ته په وتلو کې ناکامه راغلي دي چې په هغوي کې ایمل ولي خان، افتاب احمد خان شیرپاؤ،سکندر شیرپاؤ،حیدر خان هوتي، محسن داوړ، علي وزیر، میا افتخار حسین اؤ سردار حسین بابک زیات اؤ ګڼ نور شامل دي.

همدا شان د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق په ګډون ګڼ شمیر پښتانه سیاسي مذهبي مشران هم په دې نه دي توانیدلي چې ټاکنو کې پارلیمان ته ځان ورسوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG