لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د بندیزونو لاندې، طالبانو پورونه ورکړي او له ګاونډیو څخه نوره برېښنا اخلي


واشنګټن – افغانستان د مرکزی اسیا د دریو ګاونډیانو د برېښنا قرضونه خلاص کړي او د برېښنا د لېږد په زیاتوالي باندې ورسره خبرې کوي.

دا اقدام دا ښکاره کوي چې د طالبانو حکومت د اقتصادي ثبات پر لور روان دی.

افغانستان د انرژۍ په وارداتو باندې ولاړ دی چې خپله ۷۰ فیصده برېښنا (بجلي) له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه واردوي او ځینې له ایران څخه هم.

د تاجکستان چارواکو سږ کال ویلي، چې دوی به له تېر کال څخه ۱۷ فیصده زیاته برېښنا افغانستان ته صادره کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا ملي کمپنۍ له مخې، طالب چارواکي په دوامداره توګه کوښښ کوي چې له ترکمنستان او ازبکستان څخه هم د برېښنا واردات زیات کړي.

افغانستان په ډیسمبر کې د برېښنا د اخېستلو قراردادونه د مرکزي اسیا له دریو هېوادونو سره نوي کړل.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د افغانستان د پخواني حکومت له پرزېدو سره د افغانستان د برېښنا بقایاوې زیاتې شوې چې له امله یې ځینو په افغانستان باندې د برېښنا د پرېکولو ګواښونه وکړل.

له بندیزونو او بانکي محدودیتونو سره مخ د طالبانو حکومت د یو کال لپاره پر خپل وخت دغه پیسې ورکړې.

د افغانستان د برېښنا شرک چارواکو تېره اونۍ ووویل، چې کابل د تېر کال څخه پاتې د ۶۲۷ بیلینو ډالرو بېلونو پیسې ورکړې.

خو د یادې ادارې پخوانی چارواکی بیا دا رقم غلط بولي.

غالب امریکا غږ ته وویل، "پاتې شوې پیسې له ۴۰ څخه تر ۵۰ میلیونو ډالرو پورې رسېدې."

غالب وویل، چې افغانستان هر کال د ۶۰۰ نه تر ۶۵۰ میګاواټه برېښنا د اخېستلو لپاره ۲۵۰ میلیونه ډالره لګوي.

امریکا غږ کوښښ وکړ چې د برېښنا ادارې اوسني ویاند سره اړیکه ونیسي چې د پیسو په دې رقم باندې تبصره وکړي خو هغه له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.‌

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG