لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وایټ هاوس دا منلې ده چې روس د سیټلایټ ضد وسله تیاروي


واشنګټن- ټولې سترګې وروسته له هغې په اسمانونو دي چې واشنګټن د روانې میاشتې په سر کې د روس د راکټ لېږلو او په دې اړه ټیکنالوجۍ باندې د کار کولو تصدیق وکړ.

د وایټ هاوس چارواکي وايي دا په خلا کې د لویې تباهۍ په وسلو د بندیز د لوظنامې خلاف ورزي کیدای شي.

د وايټ هاوس د قامي سلامتیا سلاکار جان کربي

"زه دا تاییدوم چې د سیټلایټ ضد صلاحیت سره اړه لري چې روس یې تیاروي . د یو څو شیانو په اړه په فوري توګه صفايي کول غواړم، اول دا چې څه لیږل شوي دا یو فعاله صلاحیت نه لري. که څه هم د روس دا صلاحیت حاصلول ستونزمن دي خو دا د چا تحفظ ته هم فوري خطره نه ده. دا مونږه په هغو وسلو خبره نه کوو چې په انسانانو د حملې یا په ځمکه باندې د عملي تباهۍ وجه جوړیدی شي."

کانګرس د زیارت په ورځ په دې موضوع د بندو دروازو تر شا غونډه شوې.

د ريپبلکن ګوند غړی مایک ټرنر وايي،

"مونږه ټول قوي تاثر سره لرو چې انتظاميې دا خبره ډیره سنجیده اخېستې او په دې اړه یوه منصوبه لري."

د پینټاګان چارواکي وايي د امریکا خلايي ځواک د دفاع لپاره تیار دی. څیړونکي وايي د امریکا پوځ زمونږ د سرونو خطرو ته سترګې پرانستې دي.

د دفاع او خلایي چارو کارپوه ټاډ هیریسن وايي،

"په تېر وخت کې په ټولو پوځي چارو کې خلا دویم لومړیتوب لرلو ـ اوس دا په پینټاګان کې تر ټولو په اول کې راځي - دوي‌ په دې اړه ریښتنې هلې ځلې په وړاندې بوتلل پیل کړي دي."

د امریکا زیاتره ځمکنۍ هلې ځلې، د نظام قابو کولو نه واخله چې په لویه کچه د نړۍ نقل وحرکت قابو کوي ، تر پوځي انتظام او د موسم سیټلایټ پورې ټول د خلا نه قابو کولی شي.

هیریسن وايي نور هیوادونه هم ددې نه خبر دي او هغوي خپله پوځي ټیکنالوجي تیاروي.

د دفاع او خلایي چارو کارپوه ټاډ هیریسن وايي،

"مونږه خلا په پوځ کې د یو شمیر بیلا بیلو شیانو لپاره کاروو، که څوک مخالفه زمونږه نه خلا اخستی شي او یا په خلا کې زمونږه د صلاحیت نه انکار کوي نو دا به په پوځ کې زمونږه د یوې لويې پرمختیا نفي کول وي. نو ځکه نور هیوادونه په خاصه توګه روس او چین د کلونو راهیسې د سیټلایټ ضد صلاحیت تیارۍ کوي."

کربي وايي روس د خلا نه بهر لوظنامې د قانون خلاف کوي خو وايي لومړی به سفارتي هڅې کوي

د وايټ هاوس د قامي سلامتیا سلاکار جان کربي وايي،

"مونږ په دې اړه د روس سره نیغ په نیغه او ددې ترڅنګ د اتحادیانو او شراکت دارو د لارې د رابطو پلان لرو."

د وسلو د کنټرول ماهرین دا خبره په ګوته کوي چې د کال 1967 لوظنامه کې د نتیجو په اړه څه نه دي ویل شوي خو دوي وايي خلاف ورزي به نور لویې طاقتونه په خطر کې وغورځوي

د وسلو د کنټرول ماهر ډیرېل کېمبل وايي،

"دا به نړیوال اقتصاد او په لویه کچه واک اغیزمن کړي – چین به ژور اندیښمن کړي ، هند به زیات فکرمند کړي، دا هغه هیوادونه دي چې زمونږ په پرتله یې د روس سره اړیکې ډیرې ښې دي. زما په خیال په دې به تند غبرګون وښودل شي. دا به روس دې ته وهڅوي چې په شا شي."

نو اوس څه باید وشي، چې په خلا باندې نظر وساتل شي؟

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG