د بایډن انتظامیې یو لوړ پوړي چارواکي د شنبې- خالي په ورځ ویلي دي چې اسرایل غزه کې د اوربند څرنګوالي یا فریم ورک ته غاړه اېښې ده چې پکې د یرغمالیانو خوشې کېدل هم شامل دي.
دغه لوړپوړی چارواکی چې په ولسي کچه د مذاکراتو په اړوند د خبرو کولو صلاحیت یې نه درلودو، خبریالانو ته یې د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي "اوس نو بال د حماس په کورټ دی، که ګرانه ده خو مونږ دا هرڅه پرمخ وړو".
که د اوربند دا تړون د وړاندېز سره سم ومنل شي نو له مخې به یې د شپږو اوونیو یا یوې نېمې میاشتې اوربند وشي اؤ غیرخوندي ګڼل کېدو یرغمالیان به راخوشې شي، د تړون له مخې به غزې ته د لا نورو انساني مرستو د رسد اجازه هم ترلاسه شي.
امریکایي چارواکي وویل چې په مصر کې د اتوا- شنبې د ورځې نه بیا مذاکرات پېل کیږي اؤ منځګړي مصر اؤ قطر د حماس له لوري د ځواب هیله لري.
رایټرز خبري شبکه وایي، چارواکي زیاته کړه "زه نه غواړم په څه نا څه توګه هېلې راوټوکوم".
د مصر د سرچینو اؤ د حماس د یو چارواکي له مخې ، حماس حماس له خپل دې دریځه نه دی پشا شوی چې یو موقتي اوربند باید د جګړې په بشپړه توګه د ختمېدو پېلامه وي.
منځګړي یا ثالثان د 10م یا 11م مارچ نه دمسلمانانو د روژې د میاشتې پېل کېدو نه وړاندې د اوربند لپاره هڅې کوي اؤ د حماس د واک لاندې دپینځوؤ میاشتو راهسې دغزې د تباه کوونکې شخړې د پائ ته رسېدو هیله لري.
د امریکې صدر جوباییډن هم د روژې تر میاشتې د اوربند هیله ښکاره کړې ده خو د جمعې په ورځ یې خبریالانو ته وویل "مونږ لا اوس په هغه ځای نه یو ولاړ"
ټاکل شوې ده چې د امریکې د صدر مرستیاله کمیلا هیرس به د ګل یا دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اسرایل د جنګي کابېنې د غړې بیني ګینډز سره وویني.
واشنګټن د موقتي اوربند په غزې کې د انساني مرستو سیوا کولو لپاره هڅې کوي.
د سپینې ماڼۍ یو چارواکي ویلي، هیله ده چې د اسرایل د جنګي کابېنې د غړي اؤ د امریکې د مرستیالې صدرې تر منځ مذاکراتو کې د فلسطیني وګړو وژنو،موقتي اوربند، په غزه کې د یرغمالیانو خوشې کېدو اؤ بشري مرستو کې اضافې ته پام ور وګرځول شي.
دغه چارواکي ویلي "مرستیاله صدره به رفح کې د نزدې 1.5 ملین خلکو په حفاظت خپله اندېښنه څرګنده کړي"
چارواکي زیاته کړه اسرایل "د حماس د ترهګرۍ د پرله پسې ګواښونو په ترڅ کې د خپلې دفاع حق لري"
د ګینډزله لوري هم یو بیان کې پخلی شوی دی چې هغه به د کمیلا هیرس ترڅنګ د امریکې د ملي امنیت د سلاکار جیک سلیوان اؤ د امریکایي کانګریس د ري پبلکن اؤ ډیموکریټک غړو سره لېدنې کوي.
Forum