د پاکستان پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د پاکستان د 14م صدر په حېث سوګند پورته کړی دی، نوموړی په دویم ځل د پاکستان صدر جوړ شوی، د صدر په حېث د سوګند پورته کولو دستوره یې په اېوان صدر کې شوې ده.
د پاکستان چیف جسټس قاضي فايز عيسا د اصف علي زرداري نه سوګند اخستی، په دغه موقع د مسلم ليګ ن ګوند مشر او پخوانی وزيراعظم شهباز شريف، د پاکستان مخکينی صدر عارف علوي، د پاکستان د درې واړو پوځونو مشرانو، د صوبو ګورنرانو او اعلا وزيرانو او ګڼو نورو خلکو ګډون کړی دی.
اصف علي زرداري له دې وړاندې د کال 2008 نه تر کال 2013 پورې د پاکستان صدر پاتې شوی وو.
د پاکستان د انتخاباتو کمیشن ویلي په نهم مارچ د صدر د څوکۍ په ترسره شوو انتخاباتو کې اصف علي زداري په قومي اسمبلۍ او ټولو صوبایي اسمبلیو کې ټول 411 ووټونه اخیستي او محمود خان اڅکزي ټولې 181 رای اخیستې وې.
د زرداري مهم کارونه
هغه د خپل صدارت په وړومبۍ دوره کې ځېنې داسې فېصلې او اقدامات کړي چې تر اوسه ستایل کیږي.
په 8م اپریل کال 2010 م کې هغه د 18م اییني بدلون له منظورېدو وروسته خپل ټول اختیارات پارلیمان ته منتقل کړي وو.
ددې تر څنګ هغه ته د "سرحد " صوبې د نوم په خېبر پښتونخوا د بدلولو ویاړ هم ورکول کیږي او په نومبر 2009م کې یې ګلګت بلتستان ته د خپلواکۍ ورکول ګام هم ستایل کیږي.
اصف علي زداري څوک دی ؟
اصف علي زرداري په کال 1955م کې د پاکستان د یو وتلي سیندي سیاستمدار او جاییداد من شخص حاکم علي زرداري په کور کې سترګې غړولي. حاکم علي زرداري د پاکستان د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بټو د نزدې ملګرو څخه وو او وروسته بیا په نیشنل عوامي ګوند کې شامل شوی وو.
د زرداري زده کړې
اصف علي زرداري خپلې وړومبۍ زده کړې د سينټ پيټرکس اسکول کراچۍ نه کړي، بیا په کال 1974کې د دادو د کیډټ کالج پټارو نه منځنۍ زده کړې وکړې خو په انټرنیټ د هغه د خپور ژوند لیک له مخې نوموړي وروسته په لاند اسکول اف اکنامکس اینډ بزنس نومې یوه اداره کې داخله اخستې وه خو هغه کله هم دا تاييد نه دی کړی چې ګنې ګریجویشن یې کړی دی.
په وړوکوالي فلمونو کې کار
په وړوکوالي هغه په کال 1968کې د اردو ژبې په یو فلم ’منزل دور نہیں‘ کې هم د ماشوم اداکار په توګه کار کړی وو خو دغه فلم یې فلاپ شوی وو او بیا یې په بل فلم کې کار ونه کړو.
نوموړي په سیاست کې په عملي ډول برخه په کال 1985 کې اخستې وه او په دغه کال هغه په غیر ګوندي بنیادونو ترسره شوو انتخاباتو کې د سیند اسمبلۍ ته د کاندید په توګه خپل کاغذونه جمع کړي وو خو بیا یې بېرته اخستي وو.
په کال 1987م کې د ښاغلي زرداري واده د پاکستان د پخواني وزيراعظم او پيپلز ګوند د باني مشر ذوالفقار علي بټو د لور او پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بټو سره شوی وو. د بېنظیر بټو نه د هغه درې اولادونه، زوی بلاول بټو زرداري او دوه لوڼه اصفه او بختاور زیږیدلي دي.
Forum