پاکستان د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، د دې اړتیا نه لري چې له ایران څخه د طبعي ګازو د واردولو د نل لیکې د یوې برخې جوړولو لپاره دې د امریکا بندیزونه لېرې کړای شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل،
"دا د پایپ لاین یوه برخه ده چې د پاکستان د خاورې دننه جوړېږي. نو مونږ نه ګڼو چې په دې وخت کې دې د دریم هېواد لخوا د بندیزونو د لېرې کولو په برخه کې د بحث کولو ګنجایش وي."
د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ډانلډ لو د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې دغه وزارت د ایران او پاکستان ترمنځ د پلان شوي پايپ لاین څارنه کوي.
هغه د بهرنیو چارو وزارت کمېټې ته د اورونې پر وخت وویل، چې اسلام اباد له ایران سره د ګازو د تجارت لپاره له امریکا څخه د بندیزونو د لېرې کولو غوښتنه نه ده کړې.
لو وویل، "مونږ همدارنګه د پاکستان له حکومت څخه د امریکايي بندیزونو د لېرې کولو د هیلې په اړه څه نه دي اورېدلي چې په یقین سره په داسې یوې پروژه کې وي."
د پاکستان سرپرست وزیر اعظم تېره میاشت ددغه پایپ لاین د ۸۰ کیلومټره جوړېدل تصویب کړي وو او تر ډېره د دې لپاره چې په دې پروژه کې د کلونو ځنډ له امله د ایران لخوا په بیلیونونو دالره جریمه نشي.
د پایپ لاین تاریخچه:
پاکستان او ایران د ۱۹۹۰ یمې لسیزې راهیسې په خپلو کې د ګازو د یوې نل لیکې په جوړېدو باندې خبرې کوي.
دواړو غاړو د ۲۰۰۹ کال په جون کې د ګازو په خرڅلاو باندې یو تړون لاسلیک کړ چې په ترڅ کې به یې په یوه ورځ کې ۷۵۰ میلینه کیوبېک میتره ګاز له ایران څخه پاکستان ته ځي.
دواړو اړخونو په ۲۰۱۳ کال کې په پوله باندې د دغې نل لیکې د جوړېدو لپاره د پرانیستې مراسم هم ترسره کړي وو.
ایران ادعا کړې چې تر ۲۰۱۱ کال پورې یې خپل لوري ته د ۹۰۰ کیلومټره نل لیکې د جوړولو چارې بشپړې کړي خو پاکستان لوري ته تر اوسه کار نه دی پیل شوی.
اسلام اباد څو ځله دغه پروژه درولې او چارواکو یې اندېښنه څرګنده کړې چې پاکستان به له ایران څخه د انرژۍ د ترلاسه کولو له امله د امریکا له بندیزونو سره مخ شي.
تهران د خپل اټومي پروګرام له امله د امریکا د بانکي بندیزونو لاندې دی.
د تېرو کلونو په اوږدو کې ایران ګواښ کړی چې دوی به پاکستان نړیوال عدالت ته راکاږي او له تړون څخه د سرغړونې له امله به یې ۱۸ بیلینه ډالره جریمه کړي.
په داسې حال کې چې د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د دغه تړون وخت په پوره کېدو و د دغه هېواد تلونکې سرپرست حکومت دې پروژې ته شین څراغ وښوده.
په منل شوي لومړي پړاو کې به پاکستان د ایران له سرحد څخه تر بندري ښار ګوادر پورې ۸۰ کیلومټره پایپ لاین جوړوي.
د پایپ لاین راتلونکې:
پاکستان تېره کال د انرژۍ په وارداتو باندې ۱۷ بیلینه ډالره ولګول.
دا له تېرو کلونو څخه کموالی ښيي خکه د انفلېشن له امله د سون توکو ته تقاضا کمه شوې.
د نړیوالې انرژۍ د ادارې د معلوماتو له مخې، طبعي ګاز د پاکستان د انرژۍ د سیکټور زیاته برخه جوړوي چې د پاکستان د انرژۍ د وارداتو دریمه برخه ده.
په واشنګټن کې د امنیتي چارو کارپوه کامران بخاري امریکا غږ ته وویل، که څه هم پاکستان له واشنګټن ته د بندیزونو د لېرې کولو کېس جوړولی شي خو د مذاکراتو لپاره به لږ فرصت ولري.
هغه وویل، "پاکستان دا مهال ډېر لږ امتیاز لري ځکه پاکستان د خپل اقتصادي او مالي حالت له امله ډېرې زیاتې غوښتنې لري."
د پاکستان کورنۍ او بهرنۍ قرضې په زیاتېدو دي.
دغه هېواد د نړیوالې مالیاتي ادارې څخه د ۲۴ ځل پور غوښتلو په پړاو کې دی.
بخاري وايي، واشنګټن به هم راضي نه وي چې له پاکستان سره داسې جوړ جاړی وکړي چې له ایران سره مرسته وي.
هغه زیاتوي، "امریکا له ایرانیانو سره په یوې ډېرې سیمیزې سټراټیژیکې مبارزې کې بنده ده او دوی به دا باوري کړي چې ایرانیان د ساه اخیستلو وړتیا و نه لري."
هغه هېوادونه چې له ایران څخه د انرژۍ تولیدات اخلي نو دا په ډېر کم مقدار کې وي تر څو د امریکا له بندیزونو څخه بچ پاتې شي.
Forum