لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د څېړونکو اندېښنه: مسکو کې د داعش خراسان وروستی برید افغانستان کې د جګړې نوی محاذ پرانستی شي


کار پوهان د افغانستان په کندهار ولایت کې د داعش خراسان لخوا له پرله پسې بریدونو وروسته، د روسیې په پلازمینه مسکو کې د جمعې په ورځ شوی ترهګریز برید د خطر زنګ بولي.

څېړونکي وایي وړاندې د داعش خراسان کنټرول د افغانستان تر ننګرهار اؤ کونړ ولایتونو محدود ؤ خو اوس دغه وسله والې ډلې د خپل فعالیت اؤ نفوذ دایره یو شمیر نورو سیمو ته هم غځولې ده.

د جمعې په ورځ د مسکو د کنسرټ په یو تالار کې ترسره شوي برید کې ۱۳۷ کسان وژل شوي اؤ تر ۱۸۰ زیات نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه برید ذمه واري داعش خراسان په غاړه اخستې ده.

روسي ځواکونو برید کې د ککړو څلور کسانو د نیولو دعوه کړې ده اؤ د نیول شوؤ کسانو تعلق د تاجکستان سره ښودل کیږي.

دغه څلور واړه تورن کسان د اتوار/یکشنبې په شپه په سخت ژوبل حالت کې د مسکو یوې محکمې یا عدالت ته وړاندې کړل شوي اؤ عدالت د هغوی مبینه اقدام ترهګري ګرځولې ده.

خراسان د دې سيمې يو تاريخي نوم دى چې په اوسني وخت کې په کې د پاکستان، ايران، افغانستان او د منځنۍ اسيا ځينې نورې سیمې شاملې دي.

د وسله والې ډلې داعش خراسان بنیاد یا بنسټ په کال ۲۰۱۵م کې اېښودل شوی ؤ چې وړومبی د سر مشر یې حافظ سعید خان ؤ .

حافظ سعید خان په وړومبي سر کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ پي پي د مهمو مشرانو څخه شمېرل کیدو. هغه بیا وروسته په یو امریکایي ډرون برید کې ووژل شو خو څېړونکي وایي د پاکستاني اؤ افغان طالبانو په داعش کې د ورګډیدو له امله دا وسله واله ډله په سیمه کې زیاته مضبوطه شوه.

د داعش مشران چرته دي؟

وتلی خبریال اؤ څېړونکی داود خټک وایي داعش خراسان دا مهال په افغانستان کې هیڅ یوه خوندي ځاله په لاس کې نه لري.

هغه وي او اې اردو ته ویلي چې د یو تندروه تنظیم پایښت په پرامنه سیمو کې نه بلکې د جنګي وضعیت سره مخ سیمو کې وي ځکه چې داسې تنظیمونه د جګړو په صورت کې خپل وجود پځای ساتلی شي.

هغه وایي کله چې په امریکایي ډرون بریدونو کې د داعش د سر مشران یو په بل پسې ووژلی شول نو تر هغې وروسته ددې ډلې وسله وال هم غیر فعاله شوي وؤ،اوس هیڅ نه ده معلومه چې ددې تنظیم مشرتابه چرته دی ، وسله وال یې د روزنې کیمپونه چرته لري اؤ د خپلو افراطي فعالیتونو لپاره تګ لارې له کوم ځایه جوړوي؟

نوموړی وایي په اګست کال 2021م کې چې طالبانو بیا د افغانستان حکومت ونیولو نو وسله والو ډلو ته یې واضحه کړې وه چې هغوي افغانستان کې سوله ییز ژوند خو کولی شي خو د افغانستان د خاورې څخه په استفادې کولو د چین یا د منځنۍ ایشیا د نورو هیوادونو په ضد کارروایۍ نه شي کولی.

د هغه په وینا د طالب مشرانو ددې اعلان نه وروسته د بیلابیلو تندروه ډلو وسله وال د داعش خراسان لیکې سره یو ځاې شوي وؤ.

د پېښور پوهنتون د صحافت د څانګې پروفیسر سید عرفان اشرف وایي داعش خراسان پاکستان،ایران اؤ افغانستان کې د یو شمیر بریدونو ذمه واري پغاړه اخستې ده خو وایي د مسکو برید کې له 100 د زیاتو کسانو وژنه نه یوازې دا سیمه بلکې اروپا اؤ امریکا هم د اندېښنو سره مخ کولی شي.

وي او ای سره خبرو کې هغه ویلي چې هر څو که افغان طالبانو د مسکو برید غندلی دی خو هغوي اندېښنه لري چې ددې برید اغېزې د روس اؤ د طالبانو د حکوت په اړیکو هم کیدای شي.

ډاکټر عرفان اشرف وایي که چرې په بې پلوه پلټنو کې دا خبره ثابته شي چې د مسکو برید کې د افغانستان خاوره کارول شوې ده نو بیا به د سیمې هیوادونه د افغانستان دننه د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره په افغان طالبانو له فشار راوړلو ډډه نه کوي.


'نړیوالو طاقتونو ته د افغانستان دننه د کارروایۍ موقعه په لاس ورتلی شي':

عرفان اشرف وایي پاکستان هم په دې وروستیو کې د افغانستان دننه د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو ځالې په نښه کړې دي اؤ که داسې صورتحال جوړیږي نو د افغانستان دننه به یو نوی محاذ پرانستل شي.

د خېبر پښتونخوا د کورنیو چارو پخوانی سکتر سید اختر علي شاه هم وایي چې د داعش خراسان وروستیو بریدونو ته په کتلو سره دا ویل کیدای شي چې هغوي د اروپا په ګډون هر چرته د ترهګرۍ کارروایۍ په اسانۍ سره کولی شي.

وایس اف امریکه سره خبرو کې هغه وویل داعش خراسان په کندهار اؤ مسکو کې له اوسینو بریدونو وړاندې پاکستان کې هم د یو شمېر حملو ذمه واري په غاړه اخستې ده.

د هغه په وینا، د داعش له لوري که د مسکو د برید په څېر بریدونه دوامداره پاتې شي نو ویره ده چې نړیوالو طاقتونو ته دې سیمه کې د داخلي،خارجي اؤ قامي امنیت د خوندي کولو په پلمه د مداخلې موقعه په لاس ورتلی شي څنګه چې امریکې ته په عراق اؤ افغانستان کې د القاعده په ضد د هوایي اؤ ځمکنیو بریدونو جواز په لاس ورغلی ؤ.

اختر علي شاه وایي ، که چرې داسې کیږي نو د افغانستان په ګډون به د پاکستان قبایلي ضلعو کې بیا د جګړې لوبه ګرمه شي.

څېړونکي وایي په داسې حال کې پاکستان کې ډ ټي‌ ټي پي د وروستیو پرله پسې بریدونو له امله د پاکستان اؤ افغان طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکې تاوجنې شوې دي،ددې وضعیت نه به ارو مرور داعش خراسان د ګټې پورته کولو هڅه کوي.

( د وي او ای اردو په مننه)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG