واشنګټن – امریکا په ملګروملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب لپاره د هغوی له فشار اچولو سره د شورو یا چهارشنبې په ورځ مخالفت څرګند کړی او واشنګټن وايي، چې دوی د فلسطیني دولت کېدو سره ملاتړ کوي خو له اسرایلو سره تر مذاکراتو وروسته.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر خبریالانو ته وویل، "مونږ د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو ملاتړ کوو."
هغه وړاندې وویل، "دا هغه څه دي چې باید له اړوندو خواو سره د مستقیمو مذاکراتو له لیارې وشي، هغه څه چې مونږ یې اوس هڅوو او په ملګروملتونو کې نه."
هغه دغه خبرې وکړې بې له دې چې دا ووايي، چې امریکا به یې ویټو کړي کچېرې دغه خبره امنیت شورا ته ورسېږي.
مېلر وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن د فلسطیني دولت د جوړېدو په لاره کې د اسرایلو لپاره د "امنیتي ضمانتونو" د جوړېدو په برخه کې په فعاله توګه کار کوي.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې په زیاتېدونکي ډول د فلسطیني دولت سره ملاتړ ښودلی چې یو اصلاح شوی فلسطیني دولت به د لویدیځې غاړې او غزې واکمن اوسي او دا د اوسنۍ جګړې د درېدو لپاره یو لار بولي.
اسرایل غواړي چې په دې جګړه کې د غزې له پټۍ څخه حماس ورک کړي.
د اسرایلو وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو د لسیزو راهیسې د فلسطیني دولت مخالفت کړی او د لېرې ښي اړخي حکومت مشري کوي چې غړي یې د فلسطینيانو د واک پرضد دي.
د امریکا د کانګرس لخوا د اوږده وخت راهیسې د شته قانون له مخې، امریکا به د ملګروملتونو په هغو ادارو باندې پیسې بندوي څوک چې فلسطیني دولت ته بشپړ غړیتوب ورکوي.
دغه قانون په انتخابي ډول عملي کېږي.
امریکا په ۲۰۱۱ کال پیسې بندې کړې او وروسته بیا د ملګروملتونو د کلتوري او ساینسي ادارې یونېسېف څخه ووتل خو د بایډن اداره ورته بېرته راغله او وویل چې دا غوره ده چې حاضر اوسو.
ملګروملتونو ته د امریکا مرستیال استازی رابړټ ووډ وویل، چې د ملګروملتونو لخوا د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندل به دا معنی ولري چې "د ملګروملتونو سیستم ته به پیسې بندې شي نو ځکه مونږ د امریکا قانون سره تړلي یو."
ووډ د فلسطینیانو د غوښتنې په اړه وویل، "زمونږ هیله دا ده چې دوی دا کار و نه کړي خو بیا هم دا د هغوی پورې اړه لري."
فلسطیني چارواکو د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوټېریش ته یو لیک استولی په کوم کې چې له امنیت شورا نه غوښتل شوي چې په اپرېل کې د فلسطیني دولت د پېژندلو لپاره د اوږده وخت راهیسې شوی درخواست باندې غور وشي.
د ملګروملتونو د غړي جوړېدو لپاره باید هر وړاندیز سپارښتنه باید لومړی د امنیت شورا لخوا وشي چېرې چې د اسرایلو ملاتړې امریکا او څلور نور هېوادونه پکې د ویټو حق لري او بیا له هغې وروسته باید په جنرل اسامبلۍ کې له دریو څخه دوه برخې ملاتړ راخپل کړي.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندې وړاندیز په ۲۰۱۱ کال کې کړی و.
د امنیت شورا لخووا نه وو منل شوی خو جنرل اسامبلۍ بیا یو کال وروسته "فلسطیني دولت" ته د څارونکي حیثیت ورکړی و.
Forum